د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست علمي او فرهنګي پرمختیاوې او لاسته راوړنې


د خوست لیکوال، شاعران او فرهنګیان وايي، چې په یاد ولایت کې د کلتوري فعالیتونو په پایله کې له پوهنې او ادب سره د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو مینه او لیوالتیا ډېره شوې ده.

د خوست لیکوال، شاعران او فرهنګیان وايي، چې په یاد ولایت کې د کلتوري فعالیتونو په پایله کې له پوهنې او ادب سره د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو مینه او لیوالتیا ډېره شوې ده.

دوی زیاتوي، چې پخوا علمي او کلتوري فعالیتونه ډېر محدود ول او فرهنیګانو به یوازې شعر او شاعری ته پاملرنه کوله، خو اوسمهال ځوانانو نورو علمي او څېړنیزو مسلو ته هم پاملرنه ډېره کړې او په دې برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد نورالله ښاد لیونخېل په دې وروستیو کې د خوستیو ځوانانو په منځ کې د مطالعې د کلتور د پراخیدو خبره کوي او زیاتوي، چې اوسمهال نه یوازې د علمي موسساتو محصلان او زده کوونکي بیروني مطاله کوي، بلکې کلیوالي ځوانانو هم کتاب لوستنې ته مخه کړې ده.

د خوست په مرکز او ځنو اطرافي سیمو کې دا مهال روڼ اندي کسان ډېر کله په کلتوري او هنري برنامو کې راغونډیږي او دې برخې ته په ځانګړي ډول د ځوان کهول لیوالتیا ډېره ده.

شاعر او لیکوال زاهدشاه انګار ددې بهیر په اړه داسې وايي:

((یو وخت په خوست کې ادبي ناستې ټکنۍ وې، بیا کله چې نهه کاله وړاندې د ځوان شاعرانو اونیزه مشاعره پیل شوه او تر اوسه په پرلپسې توګه په هره اونۍ کې غونډې جوړوي، د هغې په تعقیب دادی په دې وروستیو کې خوست ادبي بهیر هم خپلې اونیزې غونډې پیل کړې، همدارنګه نورو ټولنو هم دا ډول فعالیتونه پیل کړي، چې ډېر زیات اغېز يې کړی دی.))

ځوان شاعر ساجد بهار وايي، چې پخوا فرهنګیانو یوازې د فرهنګ د شعر برخې ته پام وو، خو اوسمهال ځوان فرهنګیان په پښتو ژبه کې د نثر په اړیتا هم پوۍ شوي او په دې برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري.

ده د فرهنګیانو د تشویق او هڅونې د ځنو نورو برنامو یادونه هم وکړه.

د تړون اونیزې مسوول مدیر سپین روان نورزی ادبي غونډې او هنري بنډارونه د ځوانانو د افکارو په تنویر او روښانولو کې مهم بولي.

دی وايي، چې په دې دستورو کې د ګډون کوونکو ځوانانو کاري قابلیتونه او پوهه ډېره شوې او اوسمهال په بیلابیلو رسنیزو او کلتوري مرکزونو او حکومتي ادارو کې د کار جوګه شوي دي:

((په خوست کې د ادبي او کلتوري ټولنو غونډو په ځانګړي ډول ځوان قشر تنویر کړ، دوی يې مطالعې ته وهڅول، دوی يې په ادبي ډګر کې لا فعال کړل، د بیلګې په توګه دوی يې په رسنیو کې د کار کولو جوګه کړل، لیکوالان یې ترې جوړ کړل، ژباړې يې وکړلې، په مطبوعاتو کې يې خپلې وړتیاوې وښودلې.))

کره کتونکی فریدالله قربان وايي، چې اوسمهال په پښتو ژبه د نویو علمي کتابونو په ځانګړي ډول د نورو ژبو څخه پښتو ته د ژباړې له پاره د پام وړ کارونه شوي، چې له دا ډول اثارو اوس عملاً په علمي موسساتو او د پوهنتونونو په تدریسي برخه کې ګټه پورته کیږي.

د یادونې وړ ده خوست کې دا مهال د شیخ زاید پوهنتون په ګډون پنځه د لوړو زده کړو موسسې، ګڼ مسلکې انستیتونه، تر اویاوو مدني بنسټونه او یو شمېر علمي او کلتوري ټولنې فعالیت لري، خو یو شمېر کتونکي وايي که چیرې دا ټول بنسټونه په ژمنتیا خپل فعالیتونه پر مخ بوځي، یاد ولایت کې به په علمي او فرهنګي برخو کې لاسته راوړنې او پرمخیتاوې نورې هم ډېرې شي.

XS
SM
MD
LG