د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران افغان کډوال شام ته د جګړې لپاره لېږي


د سپاه پاسداران يو قوماندان قاسم سليماني د يو افغان کډوال سره چې وروسته په شام کې ووژل شو
د سپاه پاسداران يو قوماندان قاسم سليماني د يو افغان کډوال سره چې وروسته په شام کې ووژل شو

د رپورټونو ترمخه ايران ګڼ شمېر افغان کډوال شام يا سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جګړې لپاره ليږلي دي. دوی يا مجبوره کيږي او يا هم ورته د پيسو او ايران کې د اوسېدو لالچ ورکول کيږي.

فرانس پریس خبري اژانس په يو رپورټ کې ويلي چې ايران پر خپله خاوره مېشت افغان کډوال شام يا سوريه ته ليږي چې هغوی هلته د بشارالاسد د ځواکونو په ليکوکې د مخالفه وسله والوډلو پر خلاف جګړه وکړي.

اژانس زياتوي د ايران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي زياتره وخت هزاره توکمه شيعه افغان کډوال شام ته استوي.

اژانس د يوه پنځه ديرش کلن هزاره توکمه حيدر له ميرمني جهان تاب رحيمي سره خبري کړي دي. هغې ورته ويلي چې خاوند يې يوه مياشت مخکې ورته ټيليفون کړي وو او ورته ويلي يې وو چې شام له ځي او کیدای شي بيا بيرته رانشي.

دا زياتوي له حيدر سره د ۷۰۰ ډالرو او د ايران د استوګني د رسمي اجازت نامې ورکولو ژمنه شوې وه خو ددې په خبره دې هغه ته خواست وکړ چې مه ځه او ځان د څو پيسو لپاره مه وژنه.

خو د رپورټ تر مخه څو ورځې وروسته حيدر شام ته ولاړ او بيا څه وخت پس ايراني چارواکو دده کورنۍ ته د هغه د مرګ خبر ورکړ.

مشهد کې د هغو څلورو افغان کډوالو جنازې چې په شام کې وژل شوي دي
مشهد کې د هغو څلورو افغان کډوالو جنازې چې په شام کې وژل شوي دي

د شيعه مليشو د چارو پوه فلپ سمت فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې دا وخت د يو اټکل له مخې په شام کې د ۲۰۰۰ او ۳۵۰۰ په منځ کې افغانان په جګړه بوخت دي.

دده په وينا ايراني چارواکي د افغان کډوالو استحصال کوي، ځيني مجبوروي چې شام ته د جګړې لپاره ولاړ شي او ځينو ته د استوګنې د اجازت نامو او معاش ورکولو تمه ورکوي.

خبري اژانس زياتوي په کابل کې د ايران سفارت دا تورونه ردوي چې ګواکې افغان کډوال شام ته ليږي چې هلته د بشارالاسد د ځواکونو په ليکوکې د هغه د مخالفه وسله والو پر ضد جګړه وکړي.

خو د اژانس په وينا تيرکال د اسدمخالفه جګړه مارو يوه داسي وېډيو خپره کړې وه چې پکې په وينو لړلی يو افغان وايې، دی په ايران کې په ناقانونه توګه اوسېدلو او چارواکو ورته وويل چېيا خود شپږ سوه ډالر په بدل کې شام له د جګړې لپاره ولاړ شي که نه نو له هېواده وتلو لپاره دې تيار شي.

البته فرانس پريس خبري اژانس وايي و نه توانېدل چې ددغي وېډیو کره والی تاييد کړي.

XS
SM
MD
LG