د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه کاله نوره زياته شوه


پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د کډوالو د راستنېدو حالت د وړاندوینې وړ نه دی نو ځکه باید ټول وزارتونه په دې اړه د بیړنیو حالاتو لپاره لازم چمتوالی ولري.

افغان چارواکي وايي چې له پاکستان سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغان کډوالو په اړهتفاهم لیک نهایي شوی دی چې له مخې يې پاکستان تر دوو کلونو پورې افغان کډوال په خپله خاروه کې اوسيدو ته پريږدي.

دغه خبرې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير، سيد حسین عالمي بلخي پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په هغه غونډه کې کړي چې په ارګ کې وشوه.

د افغان ولسشمر محمد اشرف غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر دغه راز وویل چې د کډوالو د راستنېدو حالت د وړاندوینې وړ نه دی نو ځکه باید ټول وزارتونه په دې اړه د بیړنیو حالاتو لپاره لازم چمتوالی ولري.

سيد حسین عالمي بلخي
سيد حسین عالمي بلخي

خبرپاڼه زياتوي چې په دې غونډه کې عالمي بلخي وویل چې د پاکستان او ایران له هېوادونو سره دوه ځلې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې ترسره شوي دي.

د کډوالو چارو وزير زياته کړې چې ايران او پاکستان له افغان چارواکو غوښتې چې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه ورته تګلاره او پلان ورکړي چې د بلخي په خبره کار پرې روان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو لپاره ستراتیژیک پلان په دریو برخو، تحلیل او ارزیابۍ، د کډوالو چارو په مدیریت او د ظرفیت د لوړولو په تدبیرونو مشتمل دی.

ولسمشر غني د دغه ستراتیژیک پلان په جوړولو کې د کډوالو چارو د وزارتد هڅو ستاینه کړي او ټینګار یې کړی چې د پلان هدفونه باید پر واقعيتونو ولاړ وي.

د خبرپاڼې تر مخه په دې ناسته کې همدا راز د دغه وزارت د ستراتیژیک پلانپه اړه هر اړ خیز بحث وشو او په پای کې پریکړه وشوه چې د وزیرانو شورا به د پلان عملي کول تر غور او څېړنې لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG