د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: د جندالله ډلې سيمه ييز کومندان وژل شوی دی


د افغانستان په کندز ولايت کې د جندالله په نوم د يوې وسله والې ډلې یو سیمه ییز قوماندان د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

د افغانستان په کندز ولايت کې د جندالله په نوم د يوې وسله والې ډلې یو سیمه ییز قوماندان د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

د کندز د والي ویاند پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو دا کومندان قاري غلام حضرت نومیږي چې په سیمه کې په ابو حذیفه هم مشهور و.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، جندالله د سني وسله والو ډله ده چې په ۲۰۱۳ مکال کې یې په پاکستان کې د خپل فعالیت اعلان وکړ.

د کندز په چهاردره کې د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې پرون مازدیګر د جندالله درې نور قوماندان قاري دین محمد، قاري ستار او قاري جمعه هم وژل شوي دي.

د کندز د والي ویاند عبدالودود واحدي ازادي راډیو ته وویل:

((دا عملیات پرون مازدیګر د چهاردره ولسوالۍ د پل رحمت بای په سیمه کې شوي چې په کندز کې د جندالله عمومي کومندان غلام حضرت پکې ووژل شو. درېبهرني وسله وال چې د ازبکستان تابعيت لري، هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي. دوی داعش ته د بیعت کولو لپاره راغلي وو چې د بې پيلوټه الوتکو په مرسته وویشتل شول.))

نوموړي زياته کړه،د جندالله په څېر وسله والو ډلو له تیر یوه کال راهیسې په کندز کې فعالیتونه پيل کړي چې په وروستیو کې یې نفوذ زیاتو سیمو ته پراخ شوی دی.

په کندز کې د دې ډلو د غړو دقیق شمېر نه دی څرګند خو د والي ویاند وايي چې دا ډلې تر ډیره حده په امام صاحب، دشت ارچي، چهاردره او ګورتیپه ولسوالیو کې فعالې دي.

((موږ ته د رسیدلو رپوټونو پر اساس؛ په کندز کې د ازبکستان اسلامي تحریک، د جندالله ډله، القاعده او وسله وال طالبان فعالیت لري.))

نوموړی زياتوي چې په دې ولایت کې د اسلامي دولت يا داعش په نوم د وسله والې ډلې د فعالیت د څرنګوالي په اړه زیات جزیات نه لري.

جندالله ډلې تر اوسه په کندز کې د دوی د سیمه ییز مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG