د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د سولې شورا له طالبانو سره بیا خبرو ته تیاري کوي


سولې ته د ستنو شوو طالبانو پخوانی عکس
سولې ته د ستنو شوو طالبانو پخوانی عکس

د افغانستان د سولې عالي شورا وايې، له وسله والو طالبانو سره د رسمي خبرو د بل پړاو تياری نيسي.

کابل: د افغانستان د سولې عالي شورا وايې، له وسله والو طالبانو سره د رسمي خبرو د بل پړاو تياری نيسي.

د سولې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد مشال راډیو ته وویل چې د خبرو د دوهم پړاو لپاره د تياري په لړ کې موظفې کمیټې څو غونډې کړي او په نژدې ورځو کې به له ولسمشر او د حکومت له نورو مشرانو سره هم و ويني.

ښاغلي شاهد زیاته کړه چې د خبرو د دوهم پړاو دقیقه نېټه، ځای او د ګډونوالو فهرست تراوسه نه دی معلوم .

د طالبانو مشر ملامحمدعمر پرون د اختر په مناسبت په خپل بیان کې د سولې روانې خبرې تایید کړې.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مري ښارګوټي کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو په لومړي پړاو کې پرېکړه شوې وه چې دواړه اړخونه به د اعتماد جوړونې لپاره کار کوي او همداراز د خبرو دوهم پړاو به له وړوکي اختر وروسته وي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني هم خوست ته د یو سفر پر مهال او هم له ارګه د اختر په مناسبت په خپاره کړي پېغام کې ویلي چې له طالبانو سره به د خبرو اترو دویم پړاو ډېر ژر وشي.

خو د ولسمشر غني په خبره ، له پاکستان او طالبانو سره به سوله د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کوي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې به د سولې لپاره د یوه هیواد ننواتې هم ونه کړي.

XS
SM
MD
LG