د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر لمونځ: د خوست چارواکو وسلوال سولې ته وبلل


د خوست په مرکزي جامع جومات کې د اختر لموځ
د خوست په مرکزي جامع جومات کې د اختر لموځ

د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني وايي، چې په جګړو ستونزې نه حلیږي او نه کوم لوری له دې لارې د ځان له پاره ګټه رسولای شي.

د خوست ولایت چارواکیو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې د دولت او سولې سره یو ځای شي او د افغانستان د ابادۍ له پاره کار وکړي.

نن د جمعې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د کوچني اختر تر لمانځه وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په خپله اختر د سولې او صمیمت پيغام لري، نو دی له وسلوالو مخالفینو غواړي، چې سوله وکړي او د افغانستان په ابادولو کې برخه واخلي:

((په خپله اختر ورځ د مینې، ورورګلوۍ، صمیمیت یو پیغام ټولو مسلمانانو او عالم بشریت ته وړاندې کوي، بناً د همدغه پیغام پر بنا زما د ټولو وسلوالو مخالفینو نه مې هیله او غوښتنه داده، چې د دې مبارکې ورځې په مناسبت وسله پر ځمکه کیږدي، زموږ غېږه ورته خلاصه ده، د ورورګلوۍ، اخوت په بنا د دولت سره یو ځای شي، د خپلو وروڼو سره یو ځای شي او د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د ښایسته افغانستان د ابادۍ له پاره یو ځای کار وکړي.))

د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني وايي، چې په جګړو ستونزې نه حلیږي او نه کوم لوری له دې لارې د ځان له پاره ګټه رسولای شي.

ده هم له حکومت او مخالفینو په ګډه د سولې له پاره د هڅو او کوښښونو غوښتنه وکړه:

((باید افغانان که طالب دی او که حکومت دی، که ملا دی او که هر څوک دی، د حکومت خلاف دی او که حکومت سره جوړ دی، باید د سولې له پاره کار وکړي، زه بیا هم دا پیغام درکوم، شل کاله ووتل، که شل کاله نوره هم ووځي، چې زموږ یو غږ نه وي، یو پرګرام نه وي، که یو بل ته بخښنه ونه کړي، نو موږ تاسو سولې ته نه شو رسیدلای.))

افغان ولسمشر محمداشرف غني هم خوست ته په وروستي سفر کې او وروسته د کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې د وسلوالو سره په راتلونکو دریو اونیو کې د دویم ځلې ناستې خبره وکړه.

دا چې د وسلوالو سره راتلونکې ناستې څخه څه توقع کیدای شي، د خوست ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وايي، چې اوس ټولو افغانانو د سولې اړتیا درک کړې ده او هره ستونزه په خبرو حل کیدای شي:

((د افغانستان خلک وروڼه دي، نن چې په یوه او بل نوم مسمی دي، دا زموږ له پاره په ګټه نه ده، طالبان هم د افغانستان خلک دي، زموږ وروڼه دي، امیدواري داده، چې مشکل په خبرو حلیږي او له دې خبرو یوه پایداره سوله ترې په وجود راشي، افغانان اوس په دې هم پوهیدلي، چې د دې خبرو په نتیجه کې به د سولې له پاره ډېره څه ترلاسه کیږي.))

که له یوې خوا د افغان حکومت چارواکي او د خوست سیمه ییز مسوولین وسلوالو ته د سولې پیغامونه لري، بل لوري ته د اختر په شپه او د اختر په سهار خوست د دوو امنیتي پيښو شاهد وو، د اختر په شپه د خوست د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې عیدګاه ته نږدې ځانته چاودنه ورکړه، چې په خپله ځانمرګی بریدګر او یو تن افغان سرتیری په کې ووژل شول، همدارنګه د اختر په سهار هر کله چې د تریزیو ولسوالۍ د قدمو په سیمه کې کلیوال د مړي په خښولو لګیا وو، د ریموټ کنټرول ماین چاودنه وشوه، چې په نتیجه کې د پوهنتون یو محصل وژل شوی او همدرانګه درې ملکي ځوانان او یو پنځه کلن ماشوم ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG