د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې جګړه روانه ده


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان د ميدان وردګ ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عمليات پيل شوي دي.

د دې ولايت د والي وياند عطا الله خوږياڼي پرون مشال راډيو ته وويل چې د دغو عملياتو له پيله تر اوسه نژدې ٤٠ وسلوال مخالفین او څه باندې ٢٠ افغان محلي پوليس وژل شوي دي.

خوږياڼي وويل چې دوه ملکيان بيا د وسلوالو مخالفانو په ډزو وژل شوي دي دي.په جلرېز ولسوالۍ کې له زيارت ورځې راهيسې ناامني په داسې حال کې زياته شوې، چې د کورنيو چارو وزير او نورو امنيتي چارواکو پرون دې ولسوالۍ ته سفر وکړ.وسله والو طالبانو د دې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

په عین حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د حالاتو د څېړلو لپاره يو وفد ټاکلي دي.

پرون د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه وفد به دې ولسوالۍ ته سفر کوي او د وروستۍ پېښې څرنګوالى به څېړي.

اعلاميه وايي د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم کې دغه وفد ته لارښوونه شوې، چې د ولايتي چارواکو په همکارۍ حالات وڅېړي او خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG