د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نشه يي توکو د کارونکو ډېریدنه ولسي ناورین دی


په خوست کې یو شمېر مدني فعالانو په نشو د روږدیدونکو کسانو د ډېریدو د مخنیوي له پاره د کلیو، حجرو، جمو او جوماتونو په کچه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

په خوست کې یو شمېر مدني فعالانو په نشو د روږدیدونکو کسانو د ډېریدو د مخنیوي له پاره د کلیو، حجرو، جمو او جوماتونو په کچه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

د شنبې پر ورځ یو شمېر خوستي مدنی فعالان، چې د افغان ملي غورځنګ په بلنه لنکن ښوونیز مرکز کې راغونډ شوي ول، ویل چې حکومت او نورې مرسته کوونکې نړیوالو موسسې سره له ډېرو لګښتونو او هڅو د مخدره توکو د کر، قاچاقو او کارونې په کار کې پاتې راغلي دي.

دوی انديښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان په خواوشاه اته ویشت میلیونه نقوس کې د کم زیات درې میلیونه معتادینو او په نشو روږدو کسانو موجودیت یو ولسي ناورین دی، چې مخنیوی يې په خپله ولس پورې هم اړه پیدا کوي.

په خوست کې د افغان ملي غورځنګ ولایتي مسوول ډاکټر سخي سردار په خپلو پیليزو خبرو کې وویل، چې که له یوې خوا په خوست کې د نشه يي توکو کر کیله صفر ده، خو بل لوري ته په نشو د مخ په زیاتیدونکو کسانو موجودیت د انديښنې وړ ده.

ده په دې کار کې د دیني عالمانو، ملایانو، خطیبانو، ښوونکو، زده کوونکو، محصلانو او د ټولنې د نورو قشرونو ونډه مهمه او ټاکوونکې وبلله.

سخي سردار زیاته کړه:

((افغان ملي غورځنګ د نشه يي توکو د استعمال او قاچاقو پر ضد یو پراخ کمپاین په لاره اچولی دی، چې د دې نه نړیوالې ټولنې هم ملاتړ اعلان کړی دی، نو د هغې په سلسه کې موږ په خوست کې هم پتیلې ده، چې دا دنشه يي توکو پر ضد ولسي کمپاین په لاره واچوو.))

د خوست د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال په خپلو خبرو کې دا ولسي حرکت وستایه او غوښتنه يې وکړه، چې د مخدره توکو پر ضد کمپاین باید ډېر ژر کلیو، بانډو، جمو او جوماتونو ته هم ورسیږي:

((دا یو ولسي نووښت او حرکت وو، دا ولسي حرکت بایدکلیو،بانډو او ولسونو ته پراخ شي، په دې ټول قومي مشران،دیني علماء کرام،رسنۍ او ولسونه دې سره همکاري وکړي،نن موږ وینو چې زموږ هېواد کې پرنشو روږدي کسان ورځ تر بلې زیاتیږي، دا یو ولسي ناورین دی او باید په مخنیوي کې ټول ولسونه لستوڼي راونغاړي.))

په خوست کې یو تن مدني فعال فیض الله غمخور وايي، چې د نشه يي توکو پر ضد مدني او ولسي مبارزه ځکه ګټوره تمامیږي، چې دوی اوسمهال رسنۍ او نور امکانات په اختیار کې لري.

د ملي احساس مجلې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، چې د نشه يي توکو سره مبارزه یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې ولس باید نظام سره اوږه په اوږه په دې برخه کې همکاري وکړي.

نورزي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې افغان حکومت سره په ځانګړي ډول هغه ځوانانو ته د کارموندنې د فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي، چې دوی له نشو راګرځي او یا راګرځيدلي دي.

XS
SM
MD
LG