د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د شرنې ښار د پاکولو پراخ حشر ترسره شو


نن د جمعې پر ورځ د پکتیکا ولایت مرکز شرنې په ښار کې د حکومتي چارواکو او خلکو په ګډون د حکومتي ادارو او د ښار د پاکولو پراخه حشر یا پګړه ترسره شوه.

نن د جمعې پر ورځ د پکتیکا ولایت مرکز شرنې په ښار کې د حکومتي چارواکو او خلکو په ګډون د حکومتي ادارو او د ښار د پاکولو پراخه حشر یا پګړه ترسره شوه.

د پکتیکا نوي والي امین الله شارق د شرنې په ښار کې رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې حشر څخه یې موخه داده، چې عام خلک په دې وپوهوي، چې د ولس او چارواکیو تر منځ هېڅ ډول واټن وجود نلري.

که څه هم د ډیورند کرښې نږدې ښارونو او ولایتونو کې څه نا څه ناامنۍ شته او ځنې امنیتي پيښې په کې ترسترګو کیږي، خو بیا هم د پکتیکا نوی والي او نور ځايي چارواکي له بیلچو او جاروګانو سره د ښرنې ښار ته راووتل او د ښار کوڅې، سړکونه، پیاده رونه او لختیو څخه يې کثافات لیرې کړل.

پکتیکا والي د ښرنې په ښار کې رسنیو ته وویل، چې د دې کار نه يې هدف نمایش نه وو، بلکې ده غوښتل چې ولس په دې باورمند کړي، چې نور د والي، چارواکو او ولس تر منځ قطعاً واټن وجود نه لري:

((زما د دې راوتلو نه خاص هدف دا وو، چې ښا پاک کړم، د نمایش نیت مې نه لاره، بیا هغه ښاریانو ته چې په ښار کې ژوند کوي او یا هټیوالو ته مې عملاً وروښوده، چې د والي، مرستیال يې، ښاروال او نورو چارواکو سره به د ولس قطعاً فاصله نه وي.))

د ښار پاکونې دغه اشر چې د جمعې ورځې د غرمې تر وخته یې دوام وکړ په کې د پکتیکا نوي والي امین الله شارق، مرستیال والي عطاالله فضلي، د مرکز ښرنې ښاروال سید عبیدالله سادات، مدني فعالانو، د ښار دکاندارانو او په سلګونو نورو ملکي وګړو برخه درلوده.

د مرکز ښرنې ښاروال عبدالله سادات د نوي والي او دکاندارانو دا اقدام وستایه او ویې ویل، چې د ښار پاکوالی یوازې په یو ښاروال او د ښاروالۍ په څو تنو کارکوونکو نه راځي، بلکې دا د ټولو ښاریانو ګډ کار دی.

سادات همدارنګه د نوي والي څخه وغوښتل چې د ښار د پلانونو په نهایي کولو او زیربنا په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، تر څو له یوې خوا خلکو ته په کې د کار او روزګار زمینه برابره شي او بل لوري ته ښرنه په یو اساسي ښار بدله شي:

((زه د محترم والي صیب څخه دا غوښتنه لرم، چې د ښار د پلانونو په نهايي کولو او د زیربنايي پروژو په تطبیق کې هم راته اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو دا نیمه ښاري پراختیا بالاخره بشپړه کړو، په ښار کې خلکو د کار او اشتغال زمینه برابره کړو.))

د ښرنې د ښار د دکاندارانو د اتحادیې مشر عبدالخالق هم له هټیوالو وغوښتل چې لږ تر لږه د خپلو دوکانونو او مارکیټونو مخې ته ساحې او لختي پاک وساتي:

((موږ له ټولو دوکاندارانو دا هیله لرو، چې د خپلو دوکانونو مخه اول اوپاشي او وروسته يې صفاء کړي، تر څو دا ګرد او غبار نه ويو بل دا چې ټول دوکانداران دې خپل زاړه جوازونه نوي کړي، تر څو کارونه مو قانوني او منظم شي.))

څو میاشتې وړاندې د خوست ښار د پاکولو له پاره هم د ښاروالۍ او یو شمېر مدني بنسټونو له خوا پګړې او حشرونه پیل شول، اما درې میاشتې وړاندې په یاد ولایت کې په سوله ییزو لاریونوالو تر ځانمرګي برید وروسته د امنیتي انديښنو له کبله دا ډول ډله ییز کارونه ودریدل، خو د وسایطو په واسطه د ښار د پاکولو کارونه اوس هم د پخوا په شان روان دي.

XS
SM
MD
LG