د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ښارونو اقتصادي او پرمخیتايي ارزونه کیږي


د هرې ورځې په تیریدو د افغانستان په ښارونو کې په چټکۍ د خلکو میشته کېدل ډیریږي او په پلاني او غیر پلاني ډول په کې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ جوړیږي، چې دې کار د منظمو ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې افغان حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د هرې ورځې په تیریدو د افغانستان په ښارونو کې په چټکۍ د خلکو میشته کېدل ډیریږي او په پلاني او غیر پلاني ډول په کې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ جوړیږي، چې دې کار د منظمو ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې افغان حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

همدې ښاري ستونزو د بررسۍ او څېړنې له پاره ولسمشر غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته د افغانستان د ټولو ښارونو د حالاتو د څيړنې لارښودنه کړې، تر څو په راتلونکې کې د ښارونو له پاره منظمې اقتصادي او پرمخیتايي طرحې جوړې او د وخت په تېریدو پلي شي.

یادې څرګندونې نن پنجشنبه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یو تن استازي ملک نیازي مشال راډیو ته په هغه یو ورځني ورکشاپ کې وکړې، چې په همدې موخه خوست کې جوړ شوی وو.

ملک نیازي وویل، دا چې په ښارونو کې خلکو له پاره د کار او ژوند کولو نسبي شرایط ښه دي، نو په وروستیو کالونو کې د افغانستان د خلکو یوې سترې برخې له کلیوالي او اطرافي سیمو ښارونو ته مخه کړې ده، چې دې کار حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ده وویل حکومت پتیلې تر څو له سره د ښارونو بررسي وکړي او د ښارونو د اقتصادي او ودانیزې پرمختیا له پاره نوي پلانونه جوړ او عملي کړي:

((تاسو پوهیږئ، چې ښارونه ډېر په تیزۍ سره په انکشاف کې دي، خلک ښارونو ته مخه کوي، ځکه په ښارونو کې د کار زمینه زیاته ده، انکشافات په کې زیات دي، غریبو له پاره هم په کې کارونه پیدا کیږي، نو موږ اوس په ښارونو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، نو همدا وو چې د دولت رهبري په راس کې ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارله، چې تاسو د ښارونو څېړنه او بررسي وکړئ، تر څو هغوی دپاره منظم اقتصادي پلانونه طرحه کړو او هغه وروسته په ښارونو کې تطبیق کړو.))

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک د دې برنامې د ګټورتوب په اړه وايي، چې خوست نوی تفصیلي پلان نه لري او پلي کیدونکی پلان هم نیمګړیتاوې لري.

دی زیاتوي، چې هیات ته يې د ښاري خدمتونو د ښه کولو له پاره ځنې طرحې هم وړاندې کړې:

((په خوست کې نوي تفصیلي پلانونه نه دي جوړ شوي، هغه د طالبانو د وخت تفصیلي پلان دی، چې موږ ورباندې مخې ته ځو سره له دې چې هغه پلان خپلې نیمګړتیاوې لري، یا خصوصي سکټور ته د ځنو پارکینګونو، پارکونو او تنظیفاتو ورکول زموږ غوښتنې وې، تر څو دوی يې هلته ورسوي.))

د خوست یو تن مدني فعال نصیراحمد روښان د ورکشاپ په تابیا کوونکو له دې کبله نیوکه وکړه، چې د خوست ښار په اړه د دوی راغونډ شوي مالومات نیمګړي ول.

روښان وویل، د خوست ښار تفصیلي پلان دلته په سم ډول تشریح نه شو، تر څو ګډونوال پرې ښه پوۍ شوي وای.

یاده دې وي د خوست په ګډون د افغانستان ډیری ښارونه د پخواني نفوس او پخوانیو اړتیاوو له مخې نقشه او پلان شوي، چې د اوس وخت ضرورتونه نه شي پوره کولای، د ښارونو اقتصادي او ودانیزه پرمخیتا هغه غوښتنه ده، چې په وروستیو کلونو کې تل د خلکو او اړوندو ادارو له خوا مطرح شوې ده.

XS
SM
MD
LG