د لاسرسي ځای

تازه خبر

"داسې خلک شته چې روژه ماتي له پاره هېڅ هم نه لري"


په خوست کې یو شمېر بې وزله او غریبانان وايي، چې دوی د ماښام د روژه ماتي له پاره په ډېرو مشکلاتو خواړه پیدا کوي او یا د شتمنو او مالداره خلکو په صدقه او خیرات روژه ماتی کوي.

په خوست کې یو شمېر بې وزله او غریبانان وايي، چې دوی د ماښام د روژه ماتي له پاره په ډېرو مشکلاتو خواړه پیدا کوي او یا د شتمنو او مالداره خلکو په صدقه او خیرات روژه ماتی کوي.

دوی د حکومت، خیریه ټولنو همدارنګه مالدارو او شتمنو خلکو غواړي، چې په ځانګړي ډول د روژې په ماښامي کې دوی ته نږدې غریبې او بې وزله کورنۍ هیرې نه کړي.

یو شمېر غریبانانو دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د روژې میاشتې په خاطر د هغې مرستې د ویش په ځای کې وکړې، چې د خوست د ولایتي شورا د یو تن غړي عبدالولي واحدزي له خوا برابره شوې وه.

واحدزي د پنځه لکه روپیو په اندازه یو سلو اتیا کورنیو ته خوراکي توکي لکه لوبیا، بوره، غوړي، دال، روح افزاء، چای او نوره مرسته راټوله کړې او په لومړي ځل يې پر شپیتو بې وزله او غریبو کورنیو د خوست د لکڼو په سرحدي سیمه کې وویشله.

نوموړي مشال راډیو سره په خبرو کې پر مالدارو خلکو غږ وکړ، چې که د خپلې روژې د یو ماښامي لګښت پر بې وزلو وویشي، نو د هغوی د پنځلسو او شلو ورځو روژه ماتی پرې کیږي:

((د هېواد پر ټولو بډایه خلکو غږ کوو، که چیرې د خپل دسترخوان د یوې ورځې لګښت د دې مظلومو خلکو دپاره ځانګړی کړي، نو انشاالله د غریبو د پنځلسو او شلو ورځو روژه ماتۍ برابریږي، د دې مرستې لګښت پنځه لکه روپۍ دی، چې نن شپیتو کورنیو ته توزیع شوله، په دې کې اوه قلمه خوراکي توکي دي.))

یو کس چې ناروغ او معیوب وو، د مرستې له ترلاسه کولو وروسته وویل، که دا مرستې هرې کورنۍ ته د دریو زرو روپیو په اندازه هم وي په دې ښې دي، چې دوی سره همدا وس هم نشته.

ده وویل، ډېرې داسې غریبې او بې وزله کورنۍ شته، چې په د ماښام روژه ماتي له پاره هېڅ نه لري:

((نوم مې علي خان د سپیرکي بوړیو اوسیدونکی، دا ډېره ښه خبره ده چې د غریبانو سره يې لږه یا ډېره مرسته وکړه، دې دوه درې زره روپيو جنس به وي، دا زموږ د غریبانو له پاره ډېر شی ده، غوښتنه مې داده، هغه څوک چې وس لري او مالداره وي، د روژې په میاشت کې د غریبانو سره کمک وکړي، داسې خلک شته، چې روژه ماتي له پاره هېڅ هم نه لري.))

د نورولي په نوم یو کس چې د لکڼو د کمرسر اوسیدونکی دی وايي، چې که څه هم دا مرسته لږه ده، خو د غریبو خلکو له پاره ډېر شی دی، نوموړی هم له غریبانو ته د مرستو د ورکولو غوښتنه کوي.

یو بل تن کمکي زلمي هم چې دا مرسته يې ترلاسه کړې وه، دا اقدام وستایه او ویې ویل په دې شپو ورځو کې زموږ په شان خلکو دې مرستې ته ډېره اړتیا درلوده او غوښتنه يې وکړه چې هر څوک باید د خپل وس په اندازه اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده تر دې مخکې د خوست یو شمېر مدني فعالانو هم روژه کې د بې وزلو له پاره د خوراک او پوښاک توکي راټول او په غریبانانو يې ویشلي دي، یو شمېر خیریه ټولنې هم د خوست په څو جوماتونو کې په ډله ییزه توګه بې وزلو ته روژه ماتۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG