د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغان پارلمان برید کې ښکېل ټول وسله وال ووژل شول


افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده او د ولسي جرګې له رئیس عبدالروف ابراهیمي سره یې ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د ملي شورا مخې ته نننۍ «دوشنبه» نښته وروسته له یونیم ساعته پای ته ورسېده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل، چې اوو تنو بریدګرو چې غوښتل شورا ته ننوځي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

ښاغلي صدیقي وویل، چې په دغه نښته کې د ملي شورا استازو او افغان ځواکونو ته زیان نه دي اوښتي.

بلخوا د کابل امنیه قومندان وايي، پر ملي شورا دوسله والو په حمله کې دوه ولسيوګړي وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

قومندان عبدالرحمان رحیمي وویل چي په وژل شوو ملکیانو کې یوه ښځه او یوه وړوکې نجلۍ شامله ده.

پر همدې مهال د عامي روغتیا وزارت وايي چې دپيښي له ځایه روغتونونو ته ۳۱ ټپيان لیږدول شوي دي.

په کابل کې د ننني برید به باب داسې راپورنه ول چې د ملي شورا ودانۍ ته نږدې اته چاودنې شوې خو د کورنیو چارو ویاند وايي، په سیمه کې یوازې یو زوروره چاودنه شوي او نورې چاودنې د ملي شورا د محافظت قطعې د مرمیو هغه وې.

ویل کیږي ،چې دا حمله شاوخوا لس نیمې بجې هغه وخت وشوه چې د ملي دفاع وزارت کاندید محمد معصوم ستانکزي د ولسي جرګې تالار ته د نننوتو په حال کې و.

د دغې حملې مسولیت وسله والو طالبانو منلي.

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا پر ودانۍ ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده.

ولسمشر غني له دغه ترهګریز بریده له خبرېدو وروسته د ولسي جرګې له رئیس عبدالروف ابراهیمي سره ټلیفوني خبرې وکړې. د پېښې د څرنګوالي، د دوی، د ملت د استازو او د ملي شورا د کارکوونکو د وضعیت په اړه یې معلومات ترې وغوښتل.

ولسمشر وویل، د مبارکې روژې په میاشت کې په بې ګناه خلکو ترهګریز او مرګوني بریدونه د اسلام له مقدس دین سره ښکاره دښمني ده او د دغه وړ ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي هغه جنایتکاران دي چې هېڅ دین او قانون ته پابند نه دي.

ولسمشر غني د خدای تعالی له درباره د دغې تروریستي پېښې ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله کوي

XS
SM
MD
LG