د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د پخواني والي د ټاکل کیدو غوښتنه


د جمعې پر ورځ د پکتیکا د ولایتي شورا غړو، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د دې ولایت له پاره بېرته پخواني والي عبدالکریم متین ورولیږي، ځکه دوی متین د یاد ولایت حالاتو او غوښتنو ته په کتو د ولایت د رهبریت له پاره وړ شخص ګڼي.

د جمعې پر ورځ د پکتیکا د ولایتي شورا غړو، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د دې ولایت له پاره بېرته پخواني والي عبدالکریم متین ورولیږي، ځکه دوی متین د یاد ولایت حالاتو او غوښتنو ته په کتو د ولایت د رهبریت له پاره وړ شخص ګڼي.

پکتیکاوال دا غوښتنه په داسي حال کې کوي، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر په لارښوونه د پکتیکا په ګډون د اتو ولایتونو لپاره نوي والیان معرفي کړي دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري په دې مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې پخواني والي عبدالکریم متین په تېرو څلورو میاشتو کې په دې ولایت کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پکتیکا د پخواني والي خبرې په ځینو رسنیو کې ناسمې تعبیر شوي او اصلي مطلب يې نه دی خپور شوی:

((د ولس په استازیتوب دا خبره کوو، چې زموږه والي عبدالکریم متین د خپل ماموریت پر مهال دلته ډېر مثبت کارونه کړي دي، د ولس په زړونو کې يې خپل ځای پیدا کړی ده، نو موږ دا غواړو چې دی بېرته راشي او دا د ولس غوښتنه ده.))

قومي مشر وکیل پاچاخان وویل، عبدالکریم متین پکتیکا ته له یوه ښه پلان او ښه نیت سره راغلی وو، د ولسمشر د ښې لاس خطاب ورته کیده، خو ولې د شپږو میاشتو نه په کمه موده کې ایسته شو او ولې ولسمشر چاته چې خپل ښې لاس ویل، ورڅخه تېر شو:

((ولسمشره دې والي ته دې حداقل شپږ میاشتې وخت هم ورنکړ، د ولس د خوښې پوښتنه دې هم نه وکړه، که چې موږ دده استعداد ولیده، هغه یو انجینر وو، له ولسونو سره يې ښه سلوک لاره، متقابل احترام يې لاره، په پروګرامونو يې شروع وکړه، نو اوس موږ دې ته حیران یو، چې ولسمشر د خپل ښې لاس نه ولې تېر شو.))

د مدني ټولني فعال محمدالله همتیار هم وویل، چې د پکتیکا نوي والي د خلکو په زړونو کې ځای پیداکړی وو، د دې ولایت فلج ادارې يې په تحرک او حرکت راوستې.

دا په داسي حال کې ده، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د پکتیکا خلکو د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د افغانستان د حکومت له امنیت شورا نه غوښتنه کړي وه، چې د پکتیکا والي عبدالکریم متین د ګوښه کېدو پرېکړه دې بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG