د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د حضرت بلال ښوونځي له پاره نوې وداني جوړه شوه


د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال ښوونځي له پاره د دیارلسو میلیونو افغانیو په لګښت د نړیوال بانک په مالي لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال ښوونځي له پاره د دیارلسو میلیونو افغانیو په لګښت د نړیوال بانک په مالي لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد ښوونځی، چې د پکتیکا په نمونوي یا بیلګه ییزو ښوونځیو کې راځي او د زدکړو په ښو عملي او نظري وسایلو سمبال دی، د زړې ودانۍ تر څنګ د دې نوې وداني په جوړیدو سره به يې ډیری ستونزې هوارې شي.

تیره ورځ د پکتيکا د پوهنې رئيس کوچي ځاځي د دې ودانۍ په پرانیستغونډه کې رسنیو ته وویل:

((دغه ودانۍ د پوهنې وزارت د انکشافې بوديجي څخه د نړیوال بانک په مالي مرسته د دیارلسو میليونه افغانيو په لګښت ديو کال په موده کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، دا وداني ۸ تدريسي او څلور اداري خونې، يوه د کمپیوټر خونه، یوسلو شل متره راچاپیره دیوال، تشنابونه او نور اړوند ملحقات لري.))

د پکتيکا مرستيال والي عطا الله فضلي، د دې ودانۍ په جوړيدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په دې سره به د ليسې د ښوونکو او زده کوونکو ډيری ستونزې حل شي.

نوموړي له ښوونکو او زده کوونکو د دې ليسې د ودانۍ او نورو ملحقاتو د ښې ساتنې غوښتنه وکړه.

قومي مشر حاجې پاچا خان شرنوال په خپلو خبرو کې د پوهني له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د پکتیکا د نورو ښوونځیو له پاره هم ودانۍ جوړې کړي، ځکه چې د ده په خبره د پکتيکا ډيری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي پرته له سیوري په ډېرو مشکلاتو کې لوستونه وايي.

د حضرت بلال د ليسې امر عبدالحميد وويل، چې دا وداني د يو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، او په دې سره به د دوی د لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه له مسئولینو غوښتنه وکړه چې د کمپیوټر خونې او کتابتون د نیمګړتیاوو په پوره کولو کې دې هم ورسره مرسته وشي.

د يادونې وړ ده، چې پکتيکا اوسمهال ۳۵۷ بابه ښوونځي لري، چې له دې جملې زياتره ښوونځي یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیا کې خلاصې هوا ته زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG