د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د وسله والو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي


نن د پنجشنبې پر ورځ سهار وختي یو شمېر وسله والو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي عمل کې د وسلوالو د دوو قوماندانانو فاتح او کاروان په ګډون پنځلس تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ سهار وختي یو شمېر وسله والو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي عمل کې د وسلوالو د دوو قوماندانانو فاتح او کاروان په ګډون پنځلس تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

په دې جګړه کې د وسلوالو څخه پنځه مړي هم د جګړې په سیمه کې پاتې شوې دي.

د پکتیکا ولایت سرپرست امنیه قوماندان نثاراحمد عبدالرحیمزي په یوه خبري ناسته کې د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې خواوشا درې سوه تنو وسلوالو د اومنې ولسوالۍ په سپینه کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې له کبله يې یاده مرګ ژوبله وسلوالو ته واوښته.

ده زیاته کړه، چې په دې نښتو کې پنځه سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي، چې ټپونه يې برسیرن دي:

((نن سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د اومنې ولسوالۍ په سپینه کلي کې د ۳۰۰ تنو په شاوخوا کې وسلوالو مخالفینو پر امنیتي پوستو ډله ییز برید تر سره کړ، چې د امنیتي ځواکونو د شدید مقاومت په ترڅ کې د دښمن د دوو قوماندانانو هر یو فاتح او کاروان په شمول ۱۵ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شوي دي.))

عبدالرحیمزي وړاندې وویل، امنیتي سرتیري وتوانیدل په لږ وخت کې د مخالفینو دا بریدونه په شاه وتمبوي.

د مرکز شرنې د ولایتي روغتون یو تن ډاکټر وویل، چې دوی ته د جګړې له ډګره پنځه تنه ټپیان شوي سیمه ییز پولیس وروړل شوي، چې د یو تن حالت يې نازک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند د خواجه خیلو کلي کې هم د دولتي سرتیو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه شوې وه، چې دواړو غواړو په کې یوه او بل لوري ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې وه.

د دې پیښې په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG