د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید ۴ وژلي او ۲۴ ټپیان دي


په کابل کې د سېشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او څلورویشت نور ټپیان دي.

په کابل کې د سېشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او څلورویشت نور ټپیان دي.

په تېرو نږدې دوو اونیو کې کابل د شپږمې پېښې شاهد و چې په کې تر ډېره د عدلي او قضایي ارګانونو کارکوونکي په نښه شوي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي خبریالانو ته وویل؛ د سې شنبې ورځې په انتحاري حمله کې چې د مازدیګر په څلورو بجو د عدلیې وزارت د موټرو په تم ځای کې وشوه؛ ۴ تنه ووژل شول او ۲۴ټپیان شول.

"یو انتحار کونکی چې سراچه ډوله موټر یې درلود؛ د پارکینګ دننه یې له ځانه سره چاودیدونکي مواد وچول چې له امله یې زموږ څلور وطنوال وژل شوي او څلورویشت ټپیان دي. زموږ څيړنې جریان لري."

خو روغتیایي ارګانونه بیا وایي چې په دغه پېښه کې پنځوس کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.

تر دې دوه ورځې مخکې د کابل په نهمه ناحیه کې د هواشناسۍ پر سړک هم په یوې ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او نږدې شل ټپیان وو.

په همدې حال کې په سیمه کې یوه عیني شاهد چې میرویس نومیږي له مشال راډيو سره خبرو کې د پېښې د څرنګوالي په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"زه ډریور یم. دلته مې موټر درولی و چې مامورین ورپورته شي. همدلته ناست و چې یو کرولا موټر راغی. څو چې موټر بغل ته ودروي؛ چاودنه وشوه او سوځيدلی مړی یې هلته پروت دی."

دی همدا راز وایی چې په دغه پېښه کې تر ډېره د عدلیې وزارت کارکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسله و الو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د سې شنبې ورځې د انتحاري حملې مسوولیت منلی او ادعا کوي چې په کې د عدلیې وزارت لسګونه کارکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG