د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م: د کابل مېلمستون کې د مړو شمېر ۱۴ ته وخوت


کلوله پشته د کابل په څلورمه ناحیه کې هغه سیمه ده چې یو شمېرنو میلمستونونه هم په کې شته. د دې لپاره چې دا سیمه د هند سفارت ته نژدې ده نو ځکه هندیان ډير ورځي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې بېګا شپه په یوه وسله وال برید کې د درو بریدګرو په ګډون اته تنه ووژل شول.

د کابل پولیس مشر جنرال عبدالرحمان رحیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل په وژل شوو کې یو امریکایي او څلور هندیان شامل دي. او شپږ تنه نور ژوبل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

وسله والو بریدګرو بېګا شپه د اتنیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په کلوله پشته سیمه کې د پارک پېلس پر میلیمستون چې اکثره بهرنیان پکې اوسیږي، برید وکړ.

وروسته افغان ځواکونو د بریدګرو پر وړاندې عملیات وکړ چې پنځه ساعته یې دوام وکړ او ګڼ کسان یې له مېلمستونه روغ رمټ واېستل.

ټاکل شوې وه چې په همدې ځای کې یو د موسیقۍ یو کنسرټ وشي، خو د راپورونو له مخې د برید مهال ټول مېلمانه چې دې پروګرام ته وربلل شوي ول، په پارک پېلس کې نه ول. دا خبره د کابل د ۱۱۱ فرقې قوماندان هم رسنیو ته د پیښې په ځای کې تایید کړه.

یو عیني شاهد حسیب سرحدي له هغو کسانو دی چې د امنیتي ځواکوانو له برید وروسته وتوانېدلو، چې له مېلمستونه راووځي، ده وویل:

((موږ چې د حویلۍ دننه شو ډزې وشوې. موږ اووه اته کسه وو.))

د برید پرمهال یو شمېر بهرنیان هم په میلمستون کې وو، په دوی کې شپږ تنه د هند وو چې روغ رمټ خلاص شول.

د حملې په وخت د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ټویټرپاڼه کې ولیکل چې ډیرسخت اندیښمن دی.

کلوله پشته د کابل په څلورمه ناحیه کې هغه سیمه ده چې یو شمېرنو میلمستونونه هم په کې شته. د دې لپاره چې دا سیمه د هند سفارت ته نژدې ده نو ځکه هندیان ډير ورځي.

د ژغورنې په دې عملیاتو کې د افغان پولیسو ترڅنګ ځانګړیو ځواکونو برخه واخیسته.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې پر یوه میلمستون برید کیږي، تر دې مخکې د کابل پرکانټینېنټل هوټل، سیرینا هوټل، کابل سیټي سېنټر او یو شمیر نورو وړو مېلمستونونو ترهګرو بریدونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG