په کابل کې د یوې محکمې قاضي ویلي چې د فرخندې د وژلو د قضیې د څيړلو په تړاو دې باید څو امنیتي چارواکي هم د یکشنبې په ورځ عدالت ته حاضر شي او خپل دلایل دې وړاندې کړي.
د قران د سپکاوي په پلمه د بېګنا وژلې شوې فرخندې په وژلو کې د لاس درلودلو نولسو تورنو کسانو قضیه په محکمه کې ده او نن د یکشنبې په ورځ یې هم غونډه روانه وه.
قاضي صفي الله مجددي په دې اړه مشال راډیو ته داسې وویل :
(( د کابل امنیه قوماندان ، د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څیړنې رئیس، د کابل امنیې قوماندانۍ د مخابرې مدیر، د کابل ولایت امنیتي مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څیړنې عمومي رئيس، د دویمې حوضې او کابل د امنیې قومندانۍ د مخابرو نوکریوال د یکشنبې په ورځ محکمې ته غوښتل شوي دي. ))
بلخوا د فرخندې د وژلو قضیې ته د حقیقت موندنې د ګمارل شوي کمیشن غړې فوزیه کوفي په دغه موقع وویل چې د دې پیښې ډیر اصلي عاملین لا هم نه دي نیول شوي.
فرخنده ، د مارچ په نولسمه په کابل کې یوشمیر قهرجنو کسانو په دې تور چې مذهب ته یې سپکاوی کړی وژلې وه ، خو ورسته څیړنو هغه بی ګناه ثابته کړه.