د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان مېشتي افغان کډوال هم سیم کارډونه اخیستلای شي'


افغان کډوالو تر دې مخکې څو واره له پاکستاني حکومته د سیم کارډ ستونزې هوارولو غوښتنه کړي وه.

پاکستاني چارواکي وايي، اوس رجسترډ افغان کډوال کولی شي موبايل سيم کارډونه تر لاسه کړي. په دې وروستيوو کې د پاکستان حکومت د پېژندلیک «بایيو مېټريک، چې د یو تن کمپیوټري پېژندګلو کېږي) بغير د سيم کارډونو ورکولو لړۍ بنده کړي وه او دا کار يې د ترهګرۍ مخنيوی لپاره ضروري ګڼلی و.له همدې وجه افغان کډوالو ته سيم کارډونه نه ورکول کېدل.

خو د پاکستان ټيلي - کميونيکيشن ادارې وياند، خرم علي مهران نن «سېشنبه» مشال راډيو ته وويل: «چې څنګه د پاکستانیانو لپاره لازم ده، د باییومېټریک تصدیق وروسته سیم کارډ اخلي، نو دغه شان په ملک کې مېشت افغان کډوال چې د پي او ار کارډ لري، د باییو مېټریک تصدیق وروسته سیم کارډ اخیستلای شي. تر دې دمه مو نژدې ۳۵زره سیم کارډونه افغان کډوالو ته جاري کړي دي.

افغان کډوالو تر دې مخکې څو واره له پاکستاني حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کړي وه.

XS
SM
MD
LG