د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست روڼ اندي د هېواد حالاتو ته اندېښمن دي


د خوست روڼ اندي، د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو غړي د افغانستان روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په انديښنه کې دي او وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د داخلي اختلافونو پر ځای ملي ګټو ته پام وکړي او د خلکو هیلو او غوښتنو ته ځواب ووايي.

د خوست روڼ اندي، د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو غړي د افغانستان روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په انديښنه کې دي او وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د داخلي اختلافونو پر ځای ملي ګټو ته پام وکړي او د خلکو هیلو او غوښتنو ته ځواب ووايي.

دوی د افغانستان په ستونزو کې د سیمې هېوادونه او یو شمیر نړیوال قوتونه ښکیل بولي او په دې هېواد کې د سولې ټېنګول هغه مهال ممکن ګڼي، چې یاد هېوادونه په صادقانه ډول د افغانستان د مسلې په هواري کې مرسته وکړي.

مدني فعال فضل جان جهش مشال راډیو ته د روانو حالاتو څخه د یو شمیر راټوکیدلو ستونزو خبره کوي:

((ولس ته باید دا ډاډ ورکړل شي، چې دولت موجود دی، د خلکو عامې اړتیاوې باید پوره شي، تر څو له دې بن بست حالته موږ راووځو، که دا حالت دوام کوي، نو د خلکو په زړونو کې ویره شته، انديښنه ده، لوږه ده، ورځ تر بلې بیکاري زیاتیږي، زموږ هیله د ملي وحدت د حکومت له دواړو مشرانو هیله داده، چې له دې شخصي اختلافونو تېر شي، ملي ګټو ته پام وکړي او د خلکو غوښتنو ته پر وخت ځواب ووايي.))

د ولسواکو قوتونو د همکارۍ شورا مشر سخي جان سرحدي د افغانستان په مسله کې بهرني فکټورنه مهم بولي:

((ګاونډیو هېوادونو ډېر مشکل ایجاد کړي او له دې سترګې نه شي پټیدای، مثلاً ایران او پاکستان دي، امریکا کولای شي، چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر پاکستان د اقتصادي فشار لاره خپله کړي، چین هم اوس افغانستان ته رانږدې شوی دي، چین هم د امریکا په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ویلای شي، چې د افغانستان په سوله کې همکارۍ وکړي، که زموږ مسلې حل کیږي، نو بهر نه به حلیږي او بهر پاکستان، ایران، چین او امریکا ده.))

سیاسي او مدني فعال محمدولیشاه عمرزی وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو هغه ژمنې ترسره نه کړې، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال يې ولس ته کولې:

((ولس غوښتل چې د نوي حکومت په راتګ سره سوکاله شي، خو د ملي یووالي حکومت لکه څرنګه چې لازمه ده رسیده ګي يې ونه کړای شوه، په دې اړه د خلکو سره ډیرې انديښنې شته، ځکه څه چې دوی ویل، ويې نه کړای شول، ځکه دوی په شخصي اختلافونو لګیا خلک دي، نه په شایسته سالارۍ او نورو مسلو باندې.))

د ملي احساس مجلې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، ولس د افغان حکومت نه په اوسني وخت کې د ژوندانه د نورو اسانتیاوو پر ځای یوازې د حکومت د ښه سیسټم او امن د تامینولو هیله لري:

((اوس نه خلک نه ډوډۍغواړي او نه چای، دوی یوازې او یوازې دا غواړي چې نظام او حکومت باید منظم سیسټم ولري او خلک يې په سیوري کې د امن ژوند وکړي.))

د خوست روڼ اندي او مدني فعالان داسې مهال د افغانستان موجوده حالاتو په اړه خپله انديښنه په ډاګه کوي، چې له یوې خوا امنیتي ګواښونه او د وسلوالو بریدونه ډیر شوي او بل لوري ته د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافونو په وجه تر اوسه هم ډیری سیمه ییزې ادارې د سرپرستانو له خوا

اداره کیږي او هغوی د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي نه شي کولای، په اوسني وخت کې په خلکو کې بې کاري هم د ستونزو په مهمو لاملونو کې ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG