د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ملي ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو دی'


د افغان حکومت له خوا دا بیان په داسې حال کې خپرېږي چې څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د خپلو سپرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.

افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې د هېواد وسله وال ځواکونه د هرډول ګواښ د مقابلې توان لري.

د افغان حکومت رسمي خبري ویبپاڼې پرون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې افغان ځواکونه د خلکو، او د هېواد د ارزښتونو دفاع ته چمتو دي.

په بیان کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه به د دوی د امنیت ساتنه وکړي. بیان له دیني عالمانو، مدني ټولنو او له عامو افغانانو غوښتي دي چې د افغان ځواکونو ترڅنګ دې ودرېږي او د ملي وحدت ساتنه دې وکړي.

د افغان حکومت له خوا دا بیان په داسې حال کې خپرېږي چې څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د خپلو سپرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG