د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : سوله اعلان شوې ولسوالۍ د پرمختیايي کارونو شاهدانې دي


خوست کې سوله نومول شو ولسوالیو کې پرمختیايي کارونه پرمخ روان دي
خوست کې سوله نومول شو ولسوالیو کې پرمختیايي کارونه پرمخ روان دي

په خوست کې د سولې په نوم د نومول شویو ولسوالیو چارواکي وايي، چې په اړوندو سیمو کې يې د خلکو په ژوند کې مثبت پرمختګونه رامنځته شويدي. بل لوري ته د چارو کتونکي وړاندیز کوي، چې یو شمیر نورې هغه ولسوالۍ هم باید د سولې د سیمو په نوم ونومول شي، چې هلته نسبي امن موجود دی، دوی دا کار د قانون د واکمنۍ د غځونې او د امن په ټینګولو کې ګټور بولي.

د خوست د هغو ولسوالیو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی، چې سیمې يې د سولې د ولسوالیو په نوم نومول شوی دي.

خوست کې د یوې غونډې ګډونوال
خوست کې د یوې غونډې ګډونوال

د یادو ولسوالیو ولسوالان وايي، چې په دې سره نه یوازې د دریو ولسوالیو په امن کې تر پخوا ښه والی راغلی، بلکې د خلکو او حکومت تر منځ اړیکې هم ټینګې شوې او ترسره شوې پروژې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز ژوندانه په ښه توب کې ګټورې تمامې شوې دي.

د یکشنبې په ورځ د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د دوی په ولسوالۍ کې تر هغه وروسته چې د سولې په نوم ونومول شوه، یو شمېر ګټورې پروژې چې د خلکو پر ژوند يې مثبت اغېز کړی پلي شوي دي:

((د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دې ولایت کې د سولې په نوم نومول شوې ده، موږ ته يې په ولسوالۍ کې د دریو لکو ډالرو معادل پروژې عملي کړي دي، دویم داچې د ثبات برنامه په هغو ولسوالیو کې تطبیقیږي، چې هغه د سولې ولسوالۍ دي، نو موږ د هغو ټولو برنامو څخه مستفید شوي یو، چې د سولې په ولسوالیو کې تطبیقیږي.))

د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ وايي، چې د سولې په نوم د ولسوالیو د نومولو یو ګټه داوه، چې د خلکو او حکومت تر منځ يې اړیکې نږدې کړې او په دې توګه پر سیمه ییزې حکومتوالۍ ولسي باور ډېر شوی دی:

((د جاپان په مرسته د سولې ولسوالۍ د نومونې په انعام کې موږ ته د دریو لکو ډالرو یوه پروژه راکړل شوې ده، د دې برنامو په واسطه په ولسوالیو کې د امن فضا رامنځته شوې ده، ځايي خلک په عادي ډول خپلو ستونزو د حل له پاره ولسوالۍ ته راځي او مامورین بیا په عادي ډول خپلو کلیو او کورنو ته ځي.))

په خوست کې د سمون انجمن مشر یوسف انتظار وايي، چې که د سولې په نوم د هغه شمېر ولسوالیو چې نسبي امن په کې دی، د نومونو بهیر دوام پیدا کړي، نو دا به لیرې پرتو سیمو ته د قانون د واکمنۍ په غځونه کې هم ګټور تمام شي:

((که چیرې هغه ولسوالۍ چې نسبي سوله او امن په کې شته، د سولې په نوم یادې شي، په دې سره به له یوې خوا ټولنیز پرمختګ او د خلکو په اقتصاد کې ښه والۍ راشي، بل لوري ته به لیرې پرتو ولسوالیو ته د قانون واکمني وغځیږي، چې په دې سره به پخوانۍ د حکومت او ولس بې باورۍ ختمې شي او خلک به د حکومت ملاتړ ته راودانګي.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې ځاځي میدان، ګربز همدارنګه اسماعیل خېل او مندوزي هغه ولسوالۍ دی، چې په وروستیو کالونو کې د سولې په نوم نومول شوې او په هغه کې یو شمېر اساسي پروژې هم تطبیق شوي دي، خو کتونکي دا هر څه ډېر کم بولي او وايي، چې د سولې ولسوالیو سره باید هر اړخیزه مرسته وشي، تر څو د ناامنو سیمو خلک د سولې مزایاوې او د محلي ادارو سره د اړیکو د پاللو عملي نتیجې له نږدې وګوري.

XS
SM
MD
LG