د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د زابل امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې تر اوسه پورې پنځلس تنه وسله وال وژل شوي او ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، د زابل په بېلابېلو سيمو کې د طالب وسله والو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دی چې تر اوسه پورې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال ژوندي هم نيول شوي دي.

د زابل امنيه قومندان غلام سخي روغ لېونی وايي، د زابل په اټغر، مېزان، دای چوپان، نوبهار، شملزيو او خاک افغان ولسواليو کې له تېرې شپږو ورځو راهيسې پيل شوي دي او لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

دی وايي، ملي سرتېرو له وسله والو څخه د سيمې د پاکولو په موخه دغه عمليات پيل کړي او تر هغو به روان وي چې په يادو ولسواليو کې شته طالبان ختم شوي نه وي.

د زابل په روانو عملياتو کې د سرتېرو پر دوو موټرو چاودنې هم شوې دي چې پکې تر اوسه پورې دوه تنه سرتيري وژل شوي او يوولس نور ژوبل دي.

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG