د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د ولسمشر غني سفر او پایلې یې


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د افغان ولسمشر اشرف غني په غوښتنه امریکا د افغانستان نه په روان کال کې د خپلو ځواکونو د ویستلو لړۍ ورو کړې ده خو اوس نوموړي ته پکار دي چې وښايي د امریکايي ځواکونو ایساریدلو یې هېواد ته ګټه ورسوله.

د ورځپاڼې په باور ، امریکا ته د افغان ولسمشر اشرف غني سفر ډېر ګټور بلل کیږي، چې پکې یې نه یوازې ددغه هېواد اعلا چارواکو سره ملاقاتونه وکړل بلکه د کانګریس ګډې غونډې ته یې وېنا هم وکړه.

نوموړي په خپل دې سفر کې د امریکايي پوځ او ولس شکریه ادا کړه چې دده په وېنا د افغانستان د امنیت لپاره یې دخپل ځان او مال قربانۍ ورکړې، په دې خبره د امریکا حکومت، پوځ او عام خلک ډېر خوشاله شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې هکله خپله اداریه کې لیکي چې د اشرف غني په غوښتنه ولسمشر بارک اوباما په روان کال کې د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ ورو کړه ځکه چې اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي برعکس امریکا په دې قانع کړه چې د امنیت په برخه کې امریکايي مرستې به ده ته د اقتصادي، سیاسي او پوځي استحکام لپاره د کار کولو موقع ورکړي.

په دې اداریه کې راغلي چې د امنیت لپاره افغانستان د یو مضبوط پوځ جوړولو د مسئلې سره مخ دی، ځکه چې یوې خواته خلک پوځ نه تښتي او بلې خواته د قانون نه د سرغړونو په نتیجه کې ګڼ شمیر کسان د پوځ نه ویستل کیږي. دا راز د وسله والو سره په نښتو کې هم پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوړیدل یوه لویه ستونزه ده.

د اداریې ترمخه په پرمختیايي او اقتصادي برخه کې بډې رشوتونه او درغلۍ د افغانستان غټه مسئله ده، ځکه چې دې هېواد سره په اربونو ډالرو نړیوالې مرستې شوي خو د رپوټونو ترمخه زیاتره یې چارواکو بیا دهېواد نه بهر کړي او په دوبۍ کې یې پرې کورونه او ودانۍ اخیستې دي. په دې لړ کې ولسمشر اشرف غني ګڼ شمېر چارواکي د خپلو چوکیو نه لرې کړي خو دا ناسور په مکمله توګه ختمول به وخت غواړي.

دورځپاڼې په وېنا افغان ولس تعلیم، صحت، انصاف او کار روزګار ته ضرورت لري چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کې د ملي یو والي حکومت یې د ورکولو هڅې شورو کړي دي، دا راز د وسله والو طالبانو سره د جوړ جاړي په سلسله کې هم د اشرف غني ګامونه ډېر عملي ښکاري ځکه چې هغه د پخواني ولسمشر برعکس د پاکستان سره تعلقاتو ښه کولو ته ډېره توجو ورکړې ده. ولسمشر غني په ډاګه وېلي چې د وسله والو سره د جوړ جاړي نه اول دافغانستان او پاکستان ترمنځه ښه تعلقات ډېر مهم دي او په دې لړ کې یې غربي نړۍ هم ملاتړ کوي. نوموړي امریکايي کانګریس ته خپله وېنا کې وېلي په اقتصادي توګه افغانستان په خپلو خپو ودرول غواړي چې په آینده کې د نړیوالو مرستو محتاجه نه وي. ​

XS
SM
MD
LG