د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کيښودل شوه


لوحه
لوحه

په جلال اباد کې د يوولس اشاریه پينځه ميلونو ډالرو په ارزښت د ختيخ روغتيايي کمپلکس د بنیاد ډبره کيښودل شوه او تر څنګ يې څو نورې روغتيايي پروژې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې.

باز محمد عابد

جلال اباد: په جلال اباد کې د يوولس اشاریه پينځه ميلونو ډالرو په ارزښت د ختيخ روغتيايي کمپلکس د بنیاد ډبره کيښودل شوه او تر څنګ يې څو نورې روغتيايي پروژې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.

د دغو روغتيايي پروژو د پرانستې لپاره د شنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر فیروزالدين فیروز جلال اباد ته راغلی و.

نوموړي د ختيځ روغتيايي کمپلکس د بنیاد د ډبرې د ايښودو پر مهال خبريالانو ته وويل ، په کوم څای کې چې موږ او تاسو ولاړ يو، دا ځای دوه سوه جریبه ځمکه ده چې د شرقي زون د یوه لوی روغتون لپاره ځانګړې شوې ده. زه امیدواره يم چې دا روغتون به وکولای شي چې د افغانستان د خلکو روغتيايي ستونزې په تيره بیا د شرقي ولایتونو د خلکو ستونزې حل کړي. ددې روغتون په جوړيدو به به د يوولس اشاریه پینځه ميلونو ډالرو په حدودو لګښت راځي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او په یاده جرګه کې د اقتصادي کميټې مشر اميرخان یار وايي چې ختيځ روغتيايي کمپلکس به د شرقي زون د څلورو ولایتونو د خلکو روغتيايي ستونزې حل کړي شي.


اميرخان یاروویل ، سږکال موږ په دې وتوانيدو چې حکومت په دې قانع کړو چې د دغسې يوه روغتون لپاره چې په هغې کې ټول سهولیات او ټول ضروریات پوره اوسې، بوديجه مو ورته بیله واچوله چې سږکال به يې چارې پيل شي او انشاالله چې په دریو کلونو کې به دغه روغتون يو مکمل روغتون واوسیږي او موږ به انشاالله له هرې خوا نه په دغه زون کې خود کفا اوسوو.

له دې نه علاوه د ننګرهار په مرکزي روغتون کې هم څو پروژې ګټنې اخيستنې پرانستل شوې چې يوه په کې هم د عاجل یا بیړني واټ پرانسته وه.

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس ډاکټر نجیب کاموال وايي، کومې پروژې چې کټڼې اخيستنې ته پرانستل شوې، څه کم يو ميلون ډالر لګښت پرې راغلی دی. کومې پروژې چې موږ افتتاح کړې او کټې اخيستنې ته مو وسپارلې، د نهه لکه او شپیته زره ډالرو باندې تمام شوي دي. او نوي کارونه چې پيلوو، هغه د اوه لکه ډالرو په حدود کې دي چې په هغې کې عامي روغتيا رياست لپاره اداري بلاک دی چې څلور منزله تعمير به وي چې د عامي روغتیا وزرات د اختياري بوديجي نه به پرې لګښت راځي او په ختيځ روغتيايي کمپلکس کې چې کوم دوه سټاکه جوړيږي، يو يې د ډبلیو ايچ او لخوا او بل يې د عامې روغتیا د اختياري بوديجي له خوا جوږيږي.

د افغانستان د روغتيا چارواکي وايي چې په ننګرهار کې به د ټولو سرکاري او شخصي روغتونونو نه ليدنه کوي او چيرته چې هم ستونزې پرتې وي، د حل لارې چارې به ورته ګوري.

XS
SM
MD
LG