د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که وسایل او درمل وي، ډیری بیماری د علاج وړ دي"


خوست ته د مشال راډیو په نووښت راغلي ډاکټران وايي، که چیرې په افغانستان کې د درملنې له پاره ښه وسایل او پرمختللي طبي ټکنالوژي موجوده وي، نو ډیری بیماران، چې وروسته يې درملنه ستونزمنه کیږي، په اسانۍ تداوي کیدای شي.

خوست ته د مشال راډیو په نووښت راغلي ډاکټران وايي، که چیرې په افغانستان کې د درملنې له پاره ښه وسایل او پرمختللي طبي ټکنالوژي موجوده وي، نو ډیری بیماران، چې وروسته يې درملنه ستونزمنه کیږي، په اسانۍ تداوي کیدای شي.

د جمعې په ورځ د دې ډلې ډاکټرانو مشر محمدعرفان الله مشال راډیو ته وویل، چې دوی ته راغلي یو شمېر ناروغان، چې د بې اولادۍ او شلوالي د ناروغیو سره مخامخ دي، که چیرې په خپل وخت يې تشخیص شوی وای او دلته وسایل او اوسنۍ طبي ټکنالوژي موجوده وای، نو دا ټول د درملنې او معالجې وړ وو.

ده افغان حکومت ته وړاندیز وکړ، چې د افغان ډاکټرانو د مهارتونو لوړولو او دې هېواد ته د نوي ټکنالوژۍ رالیږدونې ته دې پاملرنه وکړي:

((نن موږ ته د بې اولادۍ او شلوالي پر ناروغیو اخته کسان راغلي دي، دا هغه بیماری دی، که چیرې په وخت سره يې تداوي وشي او صحیح تشخیص يې شوی وای نو دا خلک په خپلو پښو د اودریدو قابل وو، خو له بده مرغه د دې ځای ډاکټرانو سره هغه سهولتونه، جدید ټکنالوژي او نور امکانات نشته، نو افغان حکومت کولای شي، د دې ډاکټرانو روزنه وکړي، ګډ کنفرانسونه جوړ کړي، سمپوزیم ولري او په ځانګړي ډول پښتانه ډاکټران راوغواړي.))

د پېښور ډاکټرانو ته د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه دریو تنو راغلو ناروغانو وویل، چې دوی د مشال راډيو له لارې د دې پروګرام نه خبر شوي او دلته راغلي دي.

دوی د مشال راډیو دا پروګرام وستایه او غوښتنه يې وکړه، چې دا ډاکټران باید د راجسټر شویو ناروغانو تر کتنې همدلته پاتې شي او د روغتیا په برخه کې نور ورته خدمتونه هم وکړي.

خوست ته د پيښور څخه راغلي ډاکټران د مشال راډیو په نووښت او د دې راډیو د روغتیايي خپرونې د اوریدونکو د پرله پسې غوښتنو له کبله راغلي او د درملنې او ناروغیو د تشخیص له پاره مجهز لابراتور، تلویزیوني معاینات او معیاري درمل هم تیار شوي دي.

د پيښور ډاکټرانو ته راغلي ناروغان دا هم وايي، چې د درملنې دا پروګرام له خوست سربیره باید نورو ولایتونو ته هم ولیږدول شي، دوی وړاندیز کوي، که چیرې هر ولایت ته د کتنې ورځ مشخصه شي، نو نارغ لرونکو ته به اساني راشي.

XS
SM
MD
LG