د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني په څلور ورځني سفر امریکا ته تللی دی


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هیواد یې له امنیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی

پراګ: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هیواد یې له امنیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی

ولسمشر اشرف غني دا خبره د دشنبې په ورځ امریکا ته د څلور ورځني سفر تر پیل وړاندې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

ولسمشر غني ومنله چې د اسلامي دولت وسله واله سخت دریځه ډله، په افغانستان کې د نفوذ د پراختیا په حال کې ده.

د ښاغلي غني په حواله ویل شوي چې د دې ډلې ځانګړتیا دا ده چې خپل ټول سیالان تر ستوني تېروي.

بلخوا له ارګ څخه پرون په خپور شوی بيان کې راغلي چې ولسمشر به خپل امريکايي سيال بارک اوباما، مرستیال ولسمشر جوبایدن، د کانګرس او د ناټو له مشر په ګډون نورو لوړ پورو چارواکو سره وګوري.

په خبر پاڼه کې وويل چې ولسمشر به د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون سره ملاقات کوي.

په واشنګټن کې د مشال راډيو خبريال وايي چې افغان ولسمشر به امريکايي چارواکو سره د سولې د پروسي په اړه تفصيلي خبري وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG