د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت : هلمند کې د ۴۰۰ یرغمل شویو کورنیو د خوشې کولو هڅې روانې دي


د افغانستان د مارجه ولسوالۍ د کور مخې ته ناست یو ماشوم
د افغانستان د مارجه ولسوالۍ د کور مخې ته ناست یو ماشوم

د افغانستان د هلمند ولایت د مارجې ولسوال احمد شفیع سوله مل وايي افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو د ولکې نه د یرغمل شویو ولسي کسانو د راخوشې کولو په موخه ډېر په احتیاط عملیات کوي.

نوموړي د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل، کله چې څو ورځې وړاندې په یاده سیمه کې حکومتي ځواکونو عملیات پیل کړل او پر وسله والو یې ګېره تنګه کړه نو هغوی ولسي کسان د سپر په توګه له ځانه سره یرغمال ونیول. نوموړي زیاته کړه :

(( دوی دا ځلې هم له همدې تکتیک نه استفاده وکړه او خلک یې یرغمل کړل. زموږ هڅه داده چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا یرغمل شویو کورنیو ته د سر او مال زیان ونه رسیږي نو ځواکونه مو ډېر په احتیاط سره عملیات پرمخ وړي. ))

سوله مل وايي که عملیات د ځنډ سره هم مخ کیږي خو دوی به د کامل احتیاط نه کار اخلي، ځکه چې د ولسي خلکو د ژوند حفاظت دوی ته ډېر اهمیت لري.

دافغانستان د هلمند ولایت په مارجه او څو نورو ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ( ذوالفقار ) په نامه عملیات پیل شوي دي او یو ځايي قومي مشر عبدالسلام وايي څلور سوه کورنۍ د وسله والو سره یرغمل دي :

(( دغه کورنۍ د طالبانو تر تاثیر لاندې دي. دوی ته د باندې تللو اجازه نه ورکول کیږي. طالبانو په دغه سیمه کې سنګرونه نیولي دی. څو ورځې کیږي چې دغلته په دوام داره توګه جنګ روان دی. ))

دغه قومي مشر دا هم وايي چې وسله والو ځای په ځای ماینونه فرش کړي او د ولسي خلکو ژوند یې د ګواښ سره مخ کړی دی.

تر اوسه طالبانو د عملیاتو او یا هم د خلکو د یرغمل نیونې په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي. د جنګ له کبله د تلفاتو کره شمېره هم معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG