د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو هيله ښودلې چې د افغانستان کرکټ ملي ټيم به خپله درېيمه لوبه، چې له سکاټلېنډ سره ده، وګټي. دا لوبه سبا پنجشنبه په نيوزي لېنډ کې کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي ټيم تر دې مخکې د بنګله دېش او سري لنکا له ټيمونو سره کړې دواړه لوبې وبایللې.
د افغانستان کرکټ بورډ مطبوعاتي مسئول فريد هوتک له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي، له دې سره چې افغان کرکټ ټيم د راتلونکو لوبو لپاره په بشپړه توګه تياری لري، له سکاټلېنډ سره د دې لوبې د ګټلو لپاره یې د ولولې او مورال لوړول ډېر مهم کار دی.
د افغانستان د کرکټ ټيم له سکاټلېنډ سره د سبانۍ لوبې وروسته، د مارچ په څلورمه د اسټراليا له ټيم سره، د مارچ په اوومه د نیوزي لېنډ له ټیم سره او د مارچ په ديارلسمه د انګلينډ له ټيم سره لوبېږي.