د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا له افغانستانه د ځواکونو د ويستلو د وخت په اړه بيا غور کوي


د امريکا د دفاع وزير
د امريکا د دفاع وزير

امريکا وايي په افغانستان کې د نوي ملي حکومت پرمختګ ته په کتو سره به ولسمشر باراک اوباما د افغان ولسمشر امنيتي پلان د قوي کولو لپاره په داسې لارو چارو غور کولی شي چې پکې د امريکايي ځواکونو پر کرار کرار ويستلو غر کول شامل دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امريکا د دفاع وزير، ايشتن کارټر سره تر ملاقات وروسته نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې که څه هم په دي وروستيوو کې يې د امريکا سره اړيکې پراخې شوي، لا هم د ترهګرو خطر موجود دي نو بايد دواړه هيوادونه لا نوره ډېره همکاري ولري.

نوموړي زياته کړه چې په بریالیتوب سره يې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهیر بشپړ کړی دی او امریکایي ځواکونه اوس جګړه يیز ماموریت نه لري.

اشرف غني زياته کړه:((د امريکا سره زموږ د نویو همکاریو پړاو پیل شوی دی چې د دغو همکاریو اساسي هدف د افغانستان د امنیتي ځواکونو، روزنه او پیاوړتیا ده. موږ له نویو خطرونو سره هم مخامخ یو او ترهګري د یوې پدیدې په توګه موږ او امريکا ګواښي، دې پدیدې سره مبارزه لنډ مهالې، منځمالې او اوږد مهالې همکارۍ ته اړتیا لري.))

موږ له نویو خطرونو سره هم مخامخ یو او ترهګري د یوې پدیدې په توګه موږ او امريکا ګواښي، دې پدیدې سره مبارزه لنډ مهالې، منځمالې او اوږد مهالې همکارۍ ته اړتیا لري.
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغان ولسمشر له دفتره په ننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا د دفاع وزير، ايشټن کارټر له خولې ليکلي شوي:((دا باید په څرګند ډول ووایم چې د امریکا او د ايتلافي ځواکونو د نوي ماموریت پیل د دې څرګندوی دی چې له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو لپاره د امریکا ژمنې په خپل قوت پاتې دي.))

ياده دي وي چې تر دې مخکې امریکا ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کې په پای کې به ټول پوځيان له افغانستانه وباسي خو هغه مهال د امريکايي ولسمشر بارک اوباما دغه پلان له غبرګونونو سره مخ شو او ډیرو امریکایي جنرالانو وویل چې په دې پلان باید له سره غور وشي.

خو د امريکا د دفاع وزير نن په کابل کې وویل چې ولسمشر يې کولی شي د ځواکونو د ويستلو مهال ويش بيا ورزاوي. هغه زياته کړه چې افغانستان کې به د پاتې کیدونکو امریکایي ځواکونو د شمیر او د پاتې کیدو د وخت په اړه راتلونکې میاشت بارک اوباما او اشرف غني په واشنګټن کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG