د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا: د دوو قبيلو په نښته کې ګڼ خلک ژوبل شوي دي


د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ جګړې کې ګڼ خلک هغه وخت ووژل شول چې د زمکې پر سر يې نښته وکړه. د ځايي خلکو په خبره سيمه کې جګړه لا هم دوام لري او مشران کوشش کوي

د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړه کې ګڼ کسان ټپيان شوي او جګړه لا هم دوام لري.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون نن مشال ريډيو ته وويل چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ روکيانو د هاشمخېلو سيمې د ملافتح کلا او حمزه خېلو ترمنځ د ځمکې پر سر چې د هديرې لپاره يې ځانګړې کړې وه، شخړه رامنځته شوې.

دی زياتوي: (( زموږ د معلوماتو ترمخه ۱۱ تنه ټپيان شوي چې ۲ د يو او ۹ د بل لوري څخه دي. موږ د حالاتو د ښه کولو لپاره له ولسه غوښتنه کړي چې د دواړوو خواوو ترمنځ د سولې کوشش وکړي.))

د ځاځي اريوب ولسوالۍ د روغتون يو ډاکټر چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، بيا مشال ريډيو ته د ټليفون پر ليکه وويل چې تر دې مهاله دوی ته ۱۴ ټپيان وروړل شوي، چې اته يې ګردېز ته لېږلي او شپږ نور هلته تر درملنې لاندې دي.

د چارواکو په خبره د څلورو زخميانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د سيمې څخه عيني شاهدانو وويل چې په دې پېښه کې تر اوسه پورې ځينې کورونه سوځېدلي او ښايي د ژوبلو شمېره تر دې هم زياته شي ځکه چې جنګ لا هم روان دی.

له ځاځي اريوب ولسوالۍ څخه يو تن د ټليفون پر کرښه مشال ريډيو ته وويل چې د ځاځيو د نورو قبيلو او څمکنيو اوسېدونکي، قومي مخور او ديني عالمان د ولسوالۍ د تعمېر مخې ته راغونډ شوي او د جګړې د ودرولو لپاره غواړي سيمې ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG