د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبیدالله جان کندهاري مړی په حکومتي پروټوکول دوباره خاورو ته وسپارل شو


عبیدالله جان کندهاری
عبیدالله جان کندهاری

د کندهار فرهنګیانو د پښتو ژبې د نامتو هنرمند عبیدالله جان کندهاري قبر وموند او د هغه خاورین جسد یې له ځانګړو مراسمو وروسته په دولتي پروټوکول د کندهار ولایت په شور اندام سیمه کې بیرته خاورو ته وسپارلو.

څلور دیرش کاله وړاندې چې عبیدالله کندهاری پنځه ویشت کلن و او غوښتل یې د خپلې کورنۍ سره یوځای د کندهار نه د پاکستان کویټې ښار ته کډه شي، په لاره د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان ددې خوږ ژبي پخواني هنرمند د وژنې دقیقه سیمه او قبر چاته نه وو معلوم او نه هم چا دې لوري ته پام کړی و ، خو د نوموړي د غږ یو مینه وال او په کندهار کې مېشت خبریال عبدالواسع هڅیال د خپل شوق له مخې درې کاله وړاندې هلې ځلې شروع کړې څو د عبیدالله جان کندهاري قبر معلوم کړي.

نوموړی وايي :

(( عبیدالله جان چې ۳۴ کاله پخوا پاکستان ته تلو نو د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په تنګي سیمه کې وژل شوی و. ما د هغه ځای د ولسوال او ځايي خلکو سره په دې اړه خبرې وکړې. موږ هغه خلک پیداکړل چاچې عبیدالله جان کندهاری خاورو ته سپارلی و. ))

پرون د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کولتور د رئیس دواخان مینه پال په سپارښتنه د عبیدالله جان جسد په دولتي پروتوکول او د سلګونو خلکو په بدرګه شور اندام سیمې ته ورسول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.

د عبیدالله جان کندهاري ورور حبیب الله مشال راډیو ته وویل کلونه یې د ورور په غم کې تیر کړل خو اوس یې د قبر په موندلو خوشالي احساسوي.

عبیدالله جان کندهاري ته دده د ښایسته غږ له کبله خلکو د کندهار د بلبل لقب ورکړی و.

XS
SM
MD
LG