د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرېکټ ملي ټیم اسټرالیا ته ولاړ


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په نړۍوال جام کې د ګډون په هدف اسټرالیا ته سفر پیل کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو په نړۍوال جام کې د ګډون په هدف اسټرالیا ته سفر پیل کړ.

د کرېکټ بورډ ادارې وویل چې افغان لوبغاړو په اسټرالیا او نیوزلند کې د لوبیدونکي ۲۰۱۵ کال نړۍوال جام لپاره ښه تیاری نیولی دی.

پنځلس افغان لوبغاړي او روزونکي یې په داسې حال کې اسټرالیا ته ولاړل چې د کرېکټ نړۍوالې شورا افغان لوبډلې ته له قوي ټیمونو سره د ډېرو لوبو امتیاز هم ورکړ.

د افغان لوبډلې او عامو افغانانو هغه هیله چې د کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ولوبیږي په پوره کیدو ده.

پنځلس افغان لوبغاړو او روزونکي پلاوی یې د جمعې پر ورځ د اسټرالیا په لوري خپل سفر پیل کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم که څه هم د شل اورو لوبو دوه نړۍوال جامونه لوبولي خو تر دې مخکې یې هېڅکله په پنځوس اوره نړۍوال جام کې لوبه نه ده کړې.

د کرېکټ د ملي ټیم روزونکي انډي مولز اسټرالیا ته تر سفر مخکې رسنیو ته وویل چې ټیم یې شپږ میاشتې د ۲۰۱۵ کال نړۍوال جام تیاری نیولی.

ښاغلي مولز هیله وښوده چې افغان ټیم به حیرانونکې لوبې کوي او د کرکټ په ټولو تخنیکي برخو کې یې پوهه ډېره لوړه شوې ده.

«مونږ د کرېکټ په تر ټولو مهمه ټورنمنټ کې د ګډون لپاره خپل سفر پیلوو. شپږ میاشتې کېږي چې لوبغاړو ډېر تمرین کړی دی. لوبغاړو د لوبې په ټولو برخو کې د روزونکې ډلې ټولې ورسپارل شوې دندې ښې سر ته رسولې دي. زه هیله من یم چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو د ټولو زحمتونو ښه نتیجه به وګورو.»

د مولز په خبره که څه هم تر دې مخکې د بیټینګ په برخه کې پر افغان ټیم انتقاد کیده خو دا ستونزه یې حل شوې او افغان لوبغاړي به نه یواځې ښه بالنګ بلکې حیرانونکی بیټینګ هم وکړي.

د کرېکټ بورډ ادارې پنځلس افغان لوبغاړي مخکې له مخکې نړۍوال جام ته اعلان کړل چې پکې څو نویو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم به له نړیوال جام مخکې څلور تمریني لوبې وکړي او بیا به په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه له بنګله دیش سره وکړي.

افغانستان په نړیوال جام کې په ترتیب شپږ لوبې کوي چې له بنګله دیش،سریلانکا،سکاټلند،اسټرالیا،نیوزلنډ او انګلستان سره به وي.

اخوا د کرېکټ بورډ عمومي رییس وايي، افغان لوبغاړي نه یواځې دا چې په نړۍوال جام کې لوبې کوي بلکې د کرېکټ د نړۍوالې شورا د وروستۍ پریکړې له مخې تر ۲۰۱۷ کاله پورې له تکړه لوبډلو سره د ډېرو لوبو امتیاز هم اخلي.

نسیم الله دانش په کابل کې خبریالانو ته وویل افغان لوبډله به د راتلونکو سیالیو د پروګرام په چوکاټ کې تر ۲۰۱۷ کاله له تکړه ټیمونو سره ډېرې لوبې وکړي.

«افغانستان به له دې نه وروسته له هانک کانګ،نیپال او داسې نورو ټیمونو سره لوبې نه کوي. زموږه ټولې لوبې به له بشپړ غړیتوب لرونکو ټیمونو سره وي. زموږه ټیم د راتلونکو سیالیو په پروګرام کې داخل شوی دی. زموږه کوښښ به دا وي چې موږ څنګه له اسټرالیا،هند،ویسټ اندیز،پاکستان،سریلانکا او ټولو بشپړو غړیو ټیمونو سره لوبې وکړو. دغو لوبو نه فایده واخلو هم اقتصادي ګټه ترې واخلو او هم مو لوبغاړي له قوي ټیمونو سره د لوبو په خاطر تجربه واخلي.»

د دانش په خبره که افغان ټيم وکړای شي په دې دوو کلونو کې ډېرتکړه ټیمونه مات کړي راتلونکي نړیوال جام ته به په مستقیمه توګه لار پيدا کړي.

ایرلنډ هم د کرېکټ د نړۍوالې شورا د راتلونکو سیالیو په پروګرام یا د تکړه ټیمونو د لوبو په جدول کې شامل شوی دی.

کرېکټ بورډ وايي هیله لري چې په منظمو پلانونو سره وکړای شي تر راتلونکو لسو کلونو پورې د کرېکټ د نړۍوالې شورا بشپړغړیتوب خپل کړي.

XS
SM
MD
LG