د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا محصلانو لپاره لیلیه جوړه شوه


د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ له پاره د اوه دېرش مېليونه افغانيو په لګښت دوه بېلابېلې ودانۍ جوړې شوې، یادې ودانۍ چې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړې شوې، د اته سوه څخه تر زرو پورې د محصلانو د اوسیدو ځایونه لري.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کېد ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ له پاره د اوه دېرش مېليونه افغانيو په لګښت دوه بېلابېلې ودانۍ جوړې شوې، یادې ودانۍ چې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړې شوې، د اته سوه څخه تر زرو پورې د محصلانو د اوسیدو ځایونه لري.

په پکتیکا کې د ښوونکو د روزنې د انسټیټیوټ محصلان چې د تعلیم او زده کړو پر مهال د مناسب ځای او نورواړینو اسانتیاوو څخه بې برخې وو، بالاخره د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د GPI یا د ښو کړنو د ستاینې پروګرام په مالي لګښت ورته د اوسیدو یا لیلیې مجهزې ودانۍ جوړې او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د دې ودانیو په جوړولو سره به د دارالمعلمین محصلان د زده کړو او اوسیدو د ښه شرایطو څخه برخمن شي:

((په پکیتکا کې د تربیه معلم له پاره دوه ودانۍ، چې یوه طعام خوري یا د ډوډۍ خوړلو سالون او بل د لیلیې دوه پوړیزه وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دا ودانۍ تقریباً د اته سوه څخه تر زرو پورې د محصلانو د اوسیدو ظرفیت لري، د دې ودانیو په جوړیدو سره به د تربیه معلم د ډیریو محصلانو ستونزې حل شي.))

د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي د ښوونکو د روزنيز مرکز له پاره د لیلیې او طعام خورۍ د ودانيو جوړیدل د پوهنې په ډګر کې د یو مهم پرمختګ په توګه ياد کړل، نوموړي پر مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د پوهنې پر وزارت غږ وکړ، چې د پکتيکاوالو غوښتنو او ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي:

((دا به د پکیتکا په انکشاف کې په ځانګړي ډول د پوهنې په بهیر کې ډېر ارزښتمن رول ولري، کله چې موږ یو محصل ته ښه طعام خوري ولرو، ښه د اوسیدو ځای ولرو او د زده کړو ښه ماحول ورته جوړ کړو، مالومه ده چې محصل به ښې زده کړې کوي.))

په پکتيکا ولايت کې د نشه يي توکو کر صفر دی چې له همدې امله هر کال يو مېليون ډالر ځانګړي بوديجه ورکول کيږي، چې دا مهال له يادې بوديجې په ارګون، مټاخان او خيرکوټ ولسواليو کې بېلابېلې ودانیزې پروژې روانې دي.

د یادونې وړ ده په پکیتکا کې ۳۵۸ بابه ښوونځي موجود دي، چې یوازې ۱۳۰ بابه ښوونځي ودانۍ لري او لا هم ۲۲۶ بابه نور يې ودانۍ نه لري، په پکیتکا کې د ښونځیو له پاره د مناسبو ځایونو او ودانیو نه شتون په ټوله کې د دې ولایت ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG