د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پېښور غم د ټول پښتنو غم دی'


د پېښور ښوونځي کې د وسله والو ترهګرو په برید کې وژل شوي ماشومان
د پېښور ښوونځي کې د وسله والو ترهګرو په برید کې وژل شوي ماشومان

د پيښور په ښوونځي بريد په جلال اباد کې د ښوونځيو نجونې خواشيني کړي دي.

د سېشنبې پر ورځ د پيښور ورسک سړک پر یوه ښوونځي وسله وال بريد چې ۱۴۱ تنه یې پکې وژل شوي او ډېری یې ماشومان ول، په جلال اباد کې زده کوونکې خواشيني کړي دي.

د اروز شيرزاد په نوم د دولسم ټولګي زده کوونکي مشال راډيو سره په خبرو کې له وسله والو غوښتنه وکړه چې بې ګناه ماشومان دې د خپل هدف لپاره نه په نښه کوي.


«په پيښور کې چې په ښوونځي کې کومه پيښه رامنځته شوه، چې ډير زیات ماشومان په کې مړه او زخميان شول. له وسله والو نه زموږ غوښتنه دا ده چې دغسې کارونه ونه کړي. د ماشومانو ګناه څه وه، هغوی خو د دې لپاره ښوونځي ته تللي ول چې د اسلام په چوکاټ کې تعليم حاصل کړي. هغه زده کوونکي چې ښوونځي ته تللي ول، په يوه اميد سره به هغوی هلته ناست وو، پلرونو او خویندو ورونو به يې ورته انتظار کاوه چې کور ته واپس راشي. کله چې موږ هغه پيښه وليدله، موږ هم په ویره کې شوو»

يو بله زده کوونکې نجلې وايي، د پيښور په ښوونځي باندې بريد نه يوازې دا بلکې د دوی کورنۍ هم خواشیني شوې او ويریدلې ده.


»زما نوم سلما قريشي د بي بي حوا عالي لیسي د دولسم ټولګي زده کوونکي يم. څنګه چې په پيښور کې دا پيښه واقع شوه، موږ هم غمجن شوو، ځکه هغه ماشومان بې ګناه وو، ډیره خونړۍ پيښه وه، موږ يې هم وويرولو. نن چې موږ ښوونځي ته راتلو، ډارېدلو او زموږ کورنۍ کې هم ټول خواشيني وو، یانې هلته وشوه، خدای ناخواسته دلته ونشي. موږ وېرېږو او لر او بر پښتانه ټول سره يو دي»

د بي بي حوا ليسې د دولسم ټولګي يوه بله زده کوونکي وايي چې تيره شپه يې چې په ټلويزیونونو د ماشومانو زده کوونکو مړي او ټپیان ليدلي دوی يې هم ویرولي دي.


«څنګه چې موږ په ټلويزیون باندې هغه ماشومان وليدل چې ټپیان شوي وو او مړه وژل شوي وو، د هغوی حالات مو وليدل چې ټول ځایونه په وینو لړل شوي وو، شفاخانې ترینه ډکې شوې، دې خبرې موږ ته هم ویره پیدا کړې ده. سهار چې موږ ښوونځي ته راتلو، ویریدلو او د همدې پيښې له امله نن ډیرې جینکۍ ښوونځيو ته نه دي راغلي»

د ذکر وړ ده چې تيره ورځ چې پيښور ورسک رود باندې د ماشومانو په ښوونځي وسله وال بريد تر سره شو، د راپورونو په اساس ۱۴۱ تنه په کې وژل شوي چې ۱۳۲ په کې زده کوونکي دي او ۱۲۴ تنه په کې ژوبل شوي چې ۱۲۱ تنه په کې زده کوونکي دي.

XS
SM
MD
LG