د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي زیات شوی


د افغانستان په ختيځه سيمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې د له منځه وړلو په لار کې پرتو ستونزو ته د حل لارو د لټولو په موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوه غونډه وشوه.

د افغانستان په ختيځه سيمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې د له منځه وړلو په لار کې پرتو ستونزو ته د حل لارو د لټولو په موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوه غونډه وشوه.

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو دا غونډه د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوي دفتر يا يونما د ننګرهار ولايتي ادارې په مرسته رابللې وه چې په دولتي چارواکو سربيره ورته د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون یو شمير استازي، د ښځو د حقونو فعالان او د ولسي جرګې يو شمير غړي بلل شوي ول.

په ختيځ کې د افغانستان د خپلواک کميسيون مشرې صابرينې حميدي د ښځو په وړاندې هغه ستونزې یادې کړې، چې لا هم په ليرو پرتو سيمو کې ورسره ښځې لاس او ګريوان دي.

(( په دې به سترګې نه پټوو چې په ليرو پرتو سيمو کې زموږ خويندې له اساسي حق نه چې تعلم دی بې برخې دي، د صحت له حق نه بې برخې دي، سره له دې چې په دوی باندې ډیر درانه کارونه کيږي، له مال او متاع په توګه له دوی نه استفاده کيږي، له ميراث نه محروميږي، دا اجباري ودونه، د بدو او بدل ودونو کې به ډير کمی د تيرو کلونو پرتله باندې راغلی وي، خو اوس هم دغه موارد شتون لري، زموږ خویندې له دې قرباني دي.))

د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاالله لودين د ښځو د حقونو په ښځينه فعالانو غږ وکړ چې ليرو پرتو سيمو ته ورشي او ښځو ته د هغوی د حقونو په اړه پوهاوي ورکړي.

(( د تاوتریخوالي په خلاف باندې مبارزه ده، دغه داعيه په ښارونو کې منحصره مه ساتئ، دا ليرې پرتو کليو او کورونو ته خوره کړئ، هلته ولاړ شئ، تاسو اجتماعګانې جوړې کړئ، د کليو او اطرافو ښځې د سړو اجتماع ته نه راخي. ماشاالله تاسو بصيرت لرئ، تاسو لاړ شئ هلته له ښځو سره کينئ، له خپلو حقوقو نه يې خبر کړئ، له خپلو مسووليتونو او له خپلو وجایبو نه يې خبرې کړئ.))

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد په خپلو خبرو کې وويل چې دوی هڅه کوي چې په ښار سربيره په ولسواليو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه کړي.

(( ډاډ درکوم چې پوليس کوشش کوي چې د تاوتريخوالي کچه په ولسواليو کې هم ټيټه راوړي، په ښارونو کې هم ټيټه راشي او د خپلو اړوند اداراتو لکه څارنوال صاجبان دي، قاضي صاحبان دي، ولايت مقام دی، چې موږ له دوی سره په تفاهم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړو.))

د یادولو ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو دا غونډه د هغه شپاړس ورځيني کمپاين برخه وه چې د نومبر په پينځه ويشتمه نيټه پيل شوی و.

XS
SM
MD
LG