د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد ښار د نظافت خيال نه ساتل کيږي


د جلال اباد ښار اوسيدونکي د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام واړوي چې خلک له ډول ډول ناروغيو څخه وژغورل شي.

د جلال اباد ښار اوسيدونکي د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام واړوي چې خلک له ډول ډول ناروغيو څخه وژغورل شي. بلخوا د جلال اباد ښاروال له ښاریانو نه هيله کوي چې د ښار په پاکوالي کې دې ورسره مرسته وکړي.

د جلال اباد ښار ګڼ شمير اوسيدونکي په ښار کې کثافاتو له ډيروالي شکايت کوي، دوی وايي چې د ښار په ډیرو برخو کې کثافات په هفتو هفتو پروت وي چې له امله يې خلک په ډول ډول ناروغيو اخته کیږی، دوی د ښاروالۍ له مسوولينو غواړي چې د ښار پاکوالي ته پام واړوي، يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې بختي جان مراد دی، د جلال اباد ښار اوسیدونکی. کثافات خو د ښار په ډيرو زیاتو ځایونو کې شته دی، هغو ځایونو کې هم شته چې هلته د صحت په برخه کې کار کيږي. د کثافات دانيو خواته په جمعو جمعو ګند پروت وي او ساحه يې ټوله ګنده کړي وي. له ښاروالۍ نه مو غوښتنه دا ده چې دغه کثافت او ګند له دغو ځابونو اوچت کړي.»

يو بل تن هم وايي چې د جلال اباد ښار په هره کوڅه کې په هفتو هفتو کثافات پروت وي. دی هم له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چې د ښار د پاکوالي خيال وساتي.

« زما نوم یارمحمد پردیس دی، د ښار يو تن اوسیدونکي يم. د ښار په ډیري سيمو کې لارو، کوڅو کې کثافات داني لګيدلي دي خو بيا هم هغه دومره نه دي چې کثافت په کې راجمع شي او ښاریانو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړي دي. هغه مرضونو چې له دغو پیدا کيږي ډير زیات دي. نو د ښاروالۍ او مسوولينو نه غواړو چې دغه پاک کړي.»

د جلال اباد ښار چاپيريال ساتنې ادارې مسوولين وايي چې د دوی ټيم هره ورځ په ښار کې کثافات ښاروالۍ ته په نښه کوي، په کار ده چې د ښاروالۍ مسوولين په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

خو د جلال اباد ښاروال لعل اغا کاکړ وايي چې د ښاروالۍ تر څنګ د ښار اوسيدونکي هم په دا مسوولیت لري چې د خپل چايبريال خيال وساتي.

« اوه سوه زره خلک په دې ښار کې ژوند کوي، تر څو چې د خلکو همکاري ښاروالۍ سره نه وي، نو زه فکر کوم چې دا مشکل به حل نه شي. د خلکو نه موږ خواهش کوو چې که چيرې په دې ښار کې کثافات توليديږي، هغه دې کوشش وکړي چې په نيږدې کثافات دانيو کې يې واچوي، نو اوه سوه زره کسانو ته رسیدګي مشکله ده، دوی چې هر شی خوري په ویاله کې دې وانه چوي، په کثافتداني کې دې واچوي تر څو زموږ مسوولین له ماتو ګوډو وسايلو سره ورشي او دا کثافات له ښار نه بيرون وباسي.»

د جلال اباد ښار د اوسيدونکو په وینا، د ښار په کومو برخو کې چې کثافتداني جوړي شوي، د يوې ورځې د کثافاتو د جذبولو ظرفيت نه لري، نو ځکه خلک د خپلو کورونو، دوکانونو او لاروکوڅوګند د کثافتدانيو تر څنګه غورځوي چې د ښار نظافت يې له ګواښ سره مخاخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG