د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار:د افغان ترک ښوونځي لپاره نوې ودانۍ پرانستل شوه


په جلال اباد کې د مومن افغان ترک ښوونځي پرانسته په رسمي توګه د چارشنبې په ورځ وشوه.دې غونډې ته د ننګرهار په اداري چارواکو سربيره له کابل څخه د افغانستان د پوهني سرپرست وزير ډاکټر فاروق وردګ هم راغلی و.

په جلال اباد کې د مومن افغان ترک ښوونځي پرانسته په رسمي توګه د چارشنبې په ورځ وشوه.دې غونډې ته د ننګرهار په اداري چارواکو سربيره له کابل څخه د افغانستان د پوهني سرپرست وزير ډاکټر فاروق وردګ هم راغلی و.

سره له دې د افغان ترک په نوم ښوونخي په جلال اباد ښار کې د ۲۰۱۱ م کال راهيسې فعاليت کولو خو د ترکې هيواد په مرسته ورته په سرکاري ځمکه نوې ودانې پرانستل شوه.

د افغانستان د پوهني سرپرست وزير ډاکټر فاروق ودرګ د افغان ترک د ښوونځي د پرانستې په موقع خبريالانو ته وويل:

« د افغان ترک د ښکلې ليسې د تعمير افتتاح ده. دا زما په دې اوو کلونو کې ارمان و، چې د افغان ترک د تعليمي موسساتو پښه جلال اباد ښار ته راورسوم، غوښتل مې چې د ننګرهار ۹۰۰ بابه ښوونځي د دې څخه مستفيد شي. په عمودي ډول هغه متعلمين ورځنې مستفید شي او په افقي ډول د ننګرهار ټولې ليسې ورځنې مستفيدي شي.»

ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې د ترکيه هيواد نه مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د باکيفيته ښوونځيو بنياد ايښی دی.

« د افغان ترک د استاذانو د ګروپ نه مننه کوم چې په افغانستان کې يې د دغسې ليسو اساس ايښی او ډیر ښه نتایج يې ورکړي دي. په موجوده وخت کې د تعليم او تربيه په چوکاټ کې زموږ ممتاز، با کیفيته او با تربیه شاګردان اکثريت د دې ليسو فارغان دي چې په بین المللي جوامعو کې يې د افغانستان بيرغ او شمله پورته ساتلې ده.»

د افغان ترک ښوونځي کې زده کوونکي د فيس په بدل کې زده کړې تر سره کوي، هغه زده کوونکي چې په ښو نمرو بريالي شي، په لومړۍ کټه ګورۍ کې شمارل کيږي او د کال ترينه پينځه ويشت زره افغانۍ فيس اخيستل کيږي او هغوی چې په دويمه کټه ګورۍ کې راځي نو د يوه کال پينځه اويا زره افغاني فيس ورکوي. خو دا چې په افغان ترک ښوونځيو کې د تعليمي معيار کچه څنګه ده د دغې ليسې يو تن زده کوونکي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نوم مې یاسر حکمت دی، په جلال اباد کې د افغان ترک ليسې د يولسم ج ټولګي زده کوونکي يم. په انګلیسي او ترکي ژبو باندې تدریس کيږي، له دې علاوه د پښتو، دري او داسې نور مظامين هم دلته تدريس کيږي او ښه تکړه او مجربه استادان لرو.»

د ننګرهار د پوهني رياست چارواکي وايي چې د افغان ترک ښوونځي لپاره نوې ودانۍ په اته جريبه سرکاري ځمکه احاطه لري، ودانۍ يې شل تدريسي خوني لري، چې په ټولو تعليمي معیارونو سمبال دي، د څوارلس داخلي او لس تنو خارجي استادانو له خوا ۲۰۴ تنو شاګردانو ته په نړيوالو معیارونو زده کړې ورکول کيږي.

ياد دې وي چې پخوا به افغان ترک ښوونځيو ته هغو زده کوونکو لاره پيدا کوله چې له اتم ټولګي څخه به فارغ شوي ول، خو اوس ورته له اوم ټولګي څخه زده کوونکي هم د ازموينې په ورکولو سره لاره پیدا کولی شي.

XS
SM
MD
LG