د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۵۴% ولس فکر کوي چې هېواد یې پر سمه خوا درومي


اېشیا فاونډېشن په خپل تازه رپورټ کې وايي، دوی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د روان کال (۲۰۱۴) په جون او جولای کې یوه نظر پوښتنه وکړه چې پکې ۹۲۷۱ کسانو برخه واخیسته.

اېشیا فاونډېشن په خپل تازه رپورټ کې وايي، دوی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د روان کال (۲۰۱۴) په جون او جولای کې یوه نظر پوښتنه وکړه چې پکې ۹۲۷۱ کسانو برخه واخیسته.

د نظر پوښتنې پر اساس د دوشنبې پر ورځ په خپور شوي رپورټ کې راغلي، په درو کې دوه افغانان هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په نتیجه کې جوړ شوی نوی حکومت به د دوی په ژوند کې ښه والی راولي.

د اېشیا فاونډېشن د افغانستان د څانګې استازی عبدالله احمدزی وايي، زیاتره خلک فکر کوي چې له وسله والو سره د افغان حکومت د جوړجاړي هڅې به په هېواد کې ثبات باوري کړي.

رپورټ وايي، له ۶۹٪ زیاتو ښځو په نظر پوښتنه کې وویل چې دوی د روان کال په انتخاباتو کې برخه واخیسته. په دوی کې ۴۳ فیصده وویل، دوی په ۲۰۰۹ز کال کې هم په انتخاباتو کې خپلې رایې کارولې وې.

د رپورټ تر مخه ۵۴ فیصده افغانان فکر کوي چې هېواد یې په سمه لور روان دی خو له دې سره سره ۳۴ فیصده افغانان ناامني، ۲۸ فیصده اداري فساد او ۲۶ فیصده بې کاري د هېواد لویې ستونزې بولي.

د سروې پر اساس د اېشیا فاونډېشن رپورټ وايي، ۱۰ فیصده افغانان د هېواد خراب اقتصاد هم لویه مسله بولي خو زیاتره خلک فکر کوي چې د نوی حکومت له جوړېدو سره به د هېواد ادارې سم کار وکړي. ۷۵ فیصده خلک له نوي حکومته مطمین ښکاري.

رپورټ وايي، ۶۸ فیصده افغانان وايي، ښځو ته باید له کوره دباندې د کار کولو موقع ورکړل شي خو اېشیا فاونډېشن د خپل اوږدمهاله مالوماتو تر مخه، د ښځو پر ضد پر تاوتریخوالي او د هغوی لپاره د کاري مواقعو پر کمېدو اندېښنه ښکاره کوي.

رپورټ زیاتوي، زیاتره افغانان وايي، د هېواد په سیاسي چارو کې باید د ښځو پر ځای سړیو ته زیات رول ورکړل شي، خو ۴۲ فیصده افغانان ښځو او سړیو ته د مساوي رول ورکولو خبره هم کوي.

XS
SM
MD
LG