د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نور خپل وطن نه ورانوو'


نور خپل وطن نه ورانوو. دا څرګندونې له سولې شورا سره یوځای شوو جنګي کسانو کولې.
نور خپل وطن نه ورانوو. دا څرګندونې له سولې شورا سره یوځای شوو جنګي کسانو کولې.

د فريدون په نوم سرګروپ چې له هسکې مينې ولسوالۍ سره تعلق لري او له خپلې ډلې سره د سولې کميټې سره يو ځای شو، په خپلو تېروتنو پښيماني څرګندوي

په ننګرهار کې ۲۹ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې شورا ولايتي کميټې سره د اتوار په ورځ يو ځای شول او ژمنې يې وکړې چې له دې وروسته به د وطن ورانولو پر ځای د خپل هېواد جوړولو ته مټې راونغاړي.


د ننګرهار له څلورو ولسواليو څخه د دولت د وسله والو مخالفينو څلور ډلې چې شمېر يې نهه ويشت تنو ته رسېدو، په ننګرهار کې د سولې د عالي شورا ولایتي کميټې سره يو ځای شول.


د ننګرهار د سولې د ولایتي کميټې مشر ملک نذير په دې موقع خبريالانو ته وويل:
« ۲۹ کسان له ۲۲ ميله وسلو او نورو انفلاقي موادو، بمونو او ګرنېټونو سره راغلل او د سولې له شورا سره يو ځای شول. دا حاجي عارف له خوږياڼيو څخه دی، قوماندان دی، يو د دېبالا دی، يو د اچين دی او يو د غنيخېلو دی. دا څلور ډلې وې. چې په ایسارک، خوږياڼيو، شيرزادو، اچين، غنيخيلو او سپین غره ولسواليو کې يې فعالیتونه کول.»


د فريدون په نوم سرګروپ چې له هسکې مينې ولسوالۍ سره تعلق لري او له خپلې ډلې سره د سولې کميټې سره يو ځای شو، په خپلو تېروتنو پښيماني څرګندوي:

« زه د الله د رضا لپاره راوتلی وم، نو زه دا راپور ولې بل چا ته ورکړم، چې ما دومره کسان وويشتل، ما دې پوستې ته ګرنيټ خطا کړل، ما دا پوسته ختمه کړه، ما يو ټانک والوزاوه. ټول ورونه چې زما دا خبرې اوري، هر مجاهد چې يې اوري، خو دا نه چې يو بې ګناه مسلمان ورور راونيسي، بې ثبوته يې ته هغه حلالوه، ولې ته ملي اردو کې يې.»

د ننګرهار د خوږياڼو د قومونو د يووالي شورا مشر حاجي امان خیری د سولې د عالي شورا له منسوبينو نه وغوښتل چې د خپلو امکاناتو په رڼا کې د سولې په راوستو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي:


« د سولې شورا سره ډیر امکانات او ډير څه د دوی په لاس کې و، مګر په هغه تناسب باندې کار نه دی شوی. زما اوس د دې لوړو مقاماتو نه خواهش دا دی چې تاسو خو هر ډول امکانات په لاس کې لرئ، او ډير مصارف په دې لاره کې کيږي، د دغې مصارفو په اساس تاسو باید زمینه مساعده کړئ چې دغه مشکلات حل شي او دا مرور خلک راشي او له دولت سره ملګري شي.»


د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې مسوولين وايي چې تر دې دمه ۴۲۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې له ولايتي کميټې سره يوځای شوي چې د شپږو مياشتو پورې د نغدي مکافاتو تر څنګ يې ځيني په سرکاري نوکريو لګولو، ځينو ته يې حرفوي يا کسبې کارونه ورزده کړي او ځينې يې په شخصي کارونو بوخت شوي دي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد له يوه نامعلوم ځایهمشال راډيو سره په ټيلفوني خبروکې وويل، له دولت سره يو ځای شوي کسان د دوی له ډلې څخه نه دي.

XS
SM
MD
LG