د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوليو پر ضد د واکسینو کمپاين پيل شو


جلال اباد: ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي
جلال اباد: ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي

د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د پوليو د مخنيوي په غرض د واکسینو درې ورځينی کمپاین د یکشنبې په ورځ پيل شو.


په دغه کمپین کې به نیږدې يو ميليون هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسينو دوه څاڅکې ورکول کیږي چې عمرونه يې له پينځو کلونو څخه کم وي.

د پوليو په ضد د واکسینو د دغه کمپیان پرانسته د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو واکسینو په ورکولو سره د اتوار په ورځوکړه. نوموړي د جوماتونو په ملا امانونو سربيره د دولت په مخالفو وسله والو هم غږ وکړ چې د پوليو په دغه کمپين کې د رضاکارو ټيمونو سره مرسته وکړي :

والي لودین یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکوي
والي لودین یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکوي


« زما د ټولو مسلحو او سياسي مخالفینو نه غوښتنه دا ده چې پوليو داسې یو مرض دی چې اصلاٌ علاج نه لري او پوليو باندې اخته کسان د ټولنې او اجتماع د اوږو پيټی ګرځي، ځکه د دوی خپلوان، د دوی کورنۍ او د دوی اولادونه په دې کې شامل دي، همدا رنګه مې له علماوو نه غوښتنه دا ده چې د ممبر له لارې، د خطبو لارې د واکسین په برخه کې د خپلو خلکو ذهنیت روښانه کړي.»

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس داکټر نجیب الله کاموال په هغو هيوادوالو چې پاکستان ته تګ راتګ راکوي، غږ وکړ چې د لارې په اوږدو کې خپلو هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکسینو دوه څاڅکې ورکړي، چې عمرونه يې له پينځو کلونو کم وي:


« په دغه حوزه کې نن د پوليو په ضد درې ورځینی کمپاین پيليږي چې نهه لکه او شپږ دیرش زره ماشومان به د ۶۳۰۰ تنو رضارکارانو له خوا واکسین کيږي. څرنګه چې زموږ دغه حوزه له پاکستان سره ډيره اوږده پوله لري او هاغه خواته د پوليو واقعات ۲۴۶ ته رسيدلي دي، نو زه په خپلو هیوادوالو باندې غږ کومه چې هغه ماشومان چې عمرونه يې له پينځو کلونو څخه ښکته وي، ځان مطمین کړي او هغه کورنۍ چې دوی مسافرت کوي د پاکستان هیواد ته، په لاره کې موږ د پوليو ثابت ټیمونه لرو، د هغه ثابت ټیمونو په واسطه دوی باید خپل ماشومان واکسین کړي.»

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انیسه عمراني په ټولو میرمنو غږ وکړ چې خپل ماشومان د پوليو په ضد واکسين کړي:


« د ښځو چارو ریاست د خپلو دندو په لرلو سره د شوراګانو په واسطه په ليرو پرتو سيمو کې په ټولو کورنيو باندې غږ کوي چې خپل ماشومان له خوبه جيګ کړي د پينځه کلن نه ښکته ماشوم واکسين کړي، څو د دغه مرض نه ځان وژغوري.»

د روغتیا چارواکي وايي چې په ټول افغانستان کې د پوليو ۱۹ پيښې ثبت شوي چې اته يې په کندهار، دوه په ننګرهار، دوه په لغمان، يوه په کونړ، دوه په پکتیا، يو په ارزوګان، يوه په فراه او يوه يې په خوست ولایت کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG