د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې وسله والو طالبانو ۲۴ ښوونځي تړلي


د ننګرهار ولایت هسکې مينې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۲۴ ښوونځي تړلي او ګواښ يې کړی چې تر هغې پورې به د ښوونځي ټړلي وي څو پورې چې حکومت د دوی غوښتنې ونه مني.

د ننګرهار ولایت هسکې مينې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۲۴ ښوونځي تړلي او ګواښ يې کړی چې تر هغې پورې به د ښوونځي ټړلي وي څو پورې چې حکومت د دوی غوښتنې ونه مني.

د ننګرهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د تيرو دريو ورځو راهيسې د هسکې مينې ولسوالۍ اړوند ټول ښوونځي وسله والو طالبانو تړلي او ګواښ يې کړی چې تر هغې به يې پرانستو اجازه ورنه کړي، څو پورې چې يې مطالبې ونه منل شي. دی وايي:

« د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې څلرويشت ښوونځي د دولت د مخالفو ځواکونو له لوري د تيرو دريو ورځو راهيسې تړل شوي. د دولت مخالفو ځواکونو د سيمې قومي مشرانو او دغه راز هلته د پوهنې رياست استازو ته ويلي چې دوی ځینې غوښتنې لري که غوښتنې يې په پام کې ونه نيول شي، مکتبونه به همداسې تړلي پاتې شي.»

دا چې وسله وال طالبان له دولت نه څه مطالبې لري، په دې اړه محمد اصف شينواري وويل:

« کومې غوښتنې چې د پوهنې سيمه ییز دفتر را استولي دي، په هغې کې يې د ځينو بنديانو د راخوشې کولو، دغه رنګه هغه لارې چې پخوا پرې دوی تګ راتګ کوو، اوس د پوليسو له خوا تړل شوي، د هغې د بیرته پرانستلو او همدارنګه د دوی د نفوس په ساحه کې روغتیايي مرکزونو لپاره د درملو او نورو طبي سامان الاتو د ورلیږدولو غوښتنې يې کړي دي.»

د سميې يو تن زده کوونکي له وسله والو طالبانو غواړي چې د زده کړې دروازې يې پر مخ پرانيزي:

« زما نوم حضرت عمر دی، زموږ طالبانو ته دا درخواست دی چې زموږ د مکتبونو څه ګناه ده. امنيت ملي کې چې کس نيول شوی، دا خو د دوی دولت سره مشکل دی، پریږدئ چې موږ زده کړو وکړو او په راتلونکي کې افغانستان ته خدمت وکړو.»

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د دريم کال محصل چې له یادې ولسوالۍ سره تعلق لري، له وسله والو طالبانو غواړي چې د خپلو مطالبو په خاطر د علم دروازې بندي ونه وساتي:

« د معارف اداره يوه بې طرفه اداره ده، يو طرف ته هم واقع نه ده. سیاسي مخالفتونه د دې په واسطه نه حليږي چې ښوونځي دې وتړل شي، دوی که غواړي چې خپل سياسي قوت خلکو ته ښکاره کړي، د دې لپاره نورې لارې شته دی.»

په هسکې مينې ولسوالۍ کې د پوهنې رياست اړوند ۲۲ بابه ښځينه او نارينه ښوونځي، يوه ديني مدرسه او يو دارالمعمين شتون لري.

د پوهني رياست چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو غوښتنې د پوهنې ریاست پورې هېڅ تړاو نه لري او د دغه رياست د مشرتابه له صلاحیته لوړې دي خو د دې په خاطر چې درسي بهير له ټکني حالت نه راوباسي، دوی ولايټي ادارې او د پوهنې وزارت ته د وسله والو طالبانو مطالبې رسولي او تمه څرګندوي چې د حل يوه لاره ورته راوباسي.

XS
SM
MD
LG