د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۷۵۰ تنه د کانکور ازموينې ته چمتو شول


په ننګرهار کې د نجونو په ګډون ۱۷۵۰ تنو هغو زده کوونکو ته چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وو. د کانکور ازموینې د چمتو والي له شپږ میاشتنيو وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه د دوشنبې يا ګل په ورځ ورکړل شول.

زده کوونکي وايي چې د کانکور د چمتو والي له برکته به په دې وتوانيږي چې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

د کانکور د چمتوالي دغه شپږمياشتیني پړاو د ننګرهار د والي مولوي عطاالله لودين په هڅونه د توحيد ټولنيز او پرمختيايي موسسې له اړخه د جلال اباد ښار په ګډون د څلورو ولسواليو ۱۷۵۰ تنه هغه ښځینه او نارینه زده کوونکي د کانکور ازموينې ته چمتو کړل چې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي ول.

په ننګرهار کې د توحيد ټولنيز او پرمختايي موسسې مشر وحيدالله الفت مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دغه شپږ مياشتیني ښوونيز بهير کې يې زده کوونکو ته ساینسي، ټولنيز او دیني مضامین د تجربه لرونکو استازانو له خوا تدریس شوي دي.

« ۱۴۲۵ تنه هلکان او ۳۳۰ تنه جینکۍ د شپږو مياشتو په موده کې د ساینسي مضامینو، اجتماعي علومو او د دیني علمونو په برخه کې دوی ته زده کړې ورکړل شوي. هغه مواد چې د کانکور په ملي ازموینه کې راځي، دوی ته دوباره تکرار شي او دوی کاملاٌ اماده شي تر څو پّ هغه تخنکي لارو چارو د کانکور په امتحان کې هغوی ته چې اړینه ده، لاسرسي پیدا کړي.»

په دغه ښوونيز پروګرام کې هغو دوه تنو شاګردانو ته چې تر نورو په ښو نمرو فارغ شوې ول، د یادې موسسې له خوا لپ ټاپ کمپيوټرونه هم ورکړل شول.
دوی له مشال راډيو سره خپله خوښي ډا رنګه شريکه کړه.

« نوم مې شیبه، د پلار نوم مې عبدالوحید دی. په درې سوه جنکيانو کې زما نمرې لومړې وې او د همدې پروګرام له خوا ما ته يو لپ ټاپ کمپيوټر راکړل شو. نو زه سل په سلو کې مطمینه يم چې زه به پوهنتون ته لاره پیدا کړمه.»

« دغه موسسه کې موږ ته داسې مضامين تدريس کيدل چې نورو کورسونه کې نه ويل کيدل، لکه السنه په نورو کورسونو کې نه ويل کيږي، يوازې ریاضیات ويل کيږي،نو ځکه دې پروګرام ته داخل شومه. ۱۴۰۰ کسانو کې په اول نمبر بریالی شوم او ما ته يې ي، لپ ټاپ او نور جوایز هم راکړي دي.»

د ننګرهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوزاهد مشال راډيو سره په خبرو کې له يادې موسسې مننه وکړه او له نورويې وغوښتل چې د ننګرهاري ځوانانو د تعليمي کچې د لوړولو لپاره دې مټې راونغاړي.

« زه فقط د دغسې پروګرامونو پراخول او غځول غواومه. او نور ډونران دغې نقطې ته ځير کول غواړم، لکه د ولایت د مقام تر څنګ يو شمير نورو موسساتو چې دغه اساس غوره کړی، دوی هم داسې اساس غوره کړي او زموږ فارغانو ته دغسې پروګرامونه تر سره کړي.»

د توحید ټولنیز او پرمختايي موسسې مسوولين وايي چې د جلال اباد ښار په ګډون د چپلیار، کامې، سره ردو او بهسودو ولسواليو کې يې ځوانان د کانکور ازموينې ته چمتو کړل او د اکتوبر له اته ویشتمې نيټې څخه به د کانکور د چمتو والي دويم پړاو د جلال اباد ښار په ګډون په روداد، مومندرې او غني خيلو ولسواليو کې پيلوي چې د کانکور تر ازموينې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG