د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ته له شمالي وزیرستانه نوې کډوال تللي


پر وزیرستاني کډوالو مرستې ویشل کیږي
پر وزیرستاني کډوالو مرستې ویشل کیږي

د خوست ولایت چارواکي وايي په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا له شمالي وزیرستانه د نویو کورنیو د ورتګ بهیر پیل شوی او خواوشا درې زره نوې وزیرستانۍ کورنۍ د یاد ولایت د ګربزو بیلابیلو سیمو ته را کډه شوي دي.

چارواکي د مرکزي حکومت او د کډوالو په برخه کې د نړیوالو مرستندویانو څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، چې د ژمي له رارسیدو وړاندې باید په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو سره دې مرستې وشي.

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان مشال راډیو ته وویل، چې یادې دریم نیم زره کورنۍ نوې د میرانشاه څخه د پاکستاني پوځ د عملیاتو او بمباریو له کبله خوست ته راکډه شوي دي.

بریالي روان وویل، چې خوست ولايتي ادارې راغليو کډوالو ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې خپلې هڅې تندې کړي او دغه ولايت ته د راغليو کډوالو لپاره يې د عاجلو بشري مرستو لکه د ژمنيو توکو، خوراکي او غير خوراکي موادو او د روغتیا او پوهنې په برخه کې مرستې د مرکزي حکومت اړوندو ادارو او مرستندويه ټولنو څخه غوښتي دي:

((په دې وروستيو کې دخوست ولايت د ګربز ولسوالۍ ته د شمالي وزيرستان څخه د ٣٥٠٠ په شميره نوې کورنۍ راکډه او په بېلابېلو سيمو کې ميشته شوي دي.

د کډوالو دغه کورنۍ په داسې حال کې خوست ولايت ته را کډه کيږي چې د ژمي سوړ موسم را روان دى او په خوست ولايت کې ټول ميشت کډوال عاجلو ژمنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، د ولايت مقام له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو غواړي، چې د ژمي تر رارسيدو وړاندې له راغليو کډوالو سره د هغه توکو او موادو مرسته وکړي چې کډوال ورته په عاجله توګه اړتيا لري.))

نوموړی زیاتوي، چې څو ورځې وړاندې د خوست چارواکو د ولسمشر اشرف غني احمدزي سره هم ددغو کډوالو په اړه خبرې کړي دي.

یاده دې وي چې دا مهال په خوست کې ثبت شویو وزیرستانیو کډوالو د کورنیو شمېر څه د پاسه ۲۵ زره کورنیو ته رسیدلی او په دې وروستیو ورځو کې درې نیم زره نوې کورنۍ هم یاد ولایت ته راکډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG