افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی به نن د سعودي عربستان له چارواکو سره پر دوه اړخیزو چارو خبرې وکړي.
د شنبې په ماښام له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي او ورسره ملګري پلاوي د شنبې په ورځ د عمرې مراسم پرځای کړل.
د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي د ولسمشر احمدزي او سعودي چارواکو تر منځ د خبرو اترو په اړه بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل:
(( ددې لیدنې هدف د سعودي عربستان او د افغانستان د اړیکو ښه والی، د دوه اړخیزه اړخیزه همکاریو پراختیا او د هغو ستونزو هواری چې له بده مرغه اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده. ))
دا د ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي لومړنی بهرنی سفر دی . نوموړی به خپل دویم سفر کې چین ته ولاړ شي.