د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه


ننګرهار کې د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ ولمانځلو برخوال
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ ولمانځلو برخوال

د ځوانانو چارو امريت مرستیال عبدالرحمن نيوکه لرله چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تعليم لپاره د پام وړ کارونه نه دي تر سره کړي.

په لومړي ځل په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه، چې پر ملګرو ملتونو پورې اړوندو ادارو استازو په کې د افغانستان په ختيزو ولایتونو کې د خپلو فعاليتونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل.


يونما يا د ملګرو ملتونو مرستندويه هيیت د ځلانده افغانستان ټولنې په همکارۍ د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د التقوا ښوونځي د غونډو په تالار کې د ملگرو ملتونو نړیواله ورځ ولمانځله.


دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو پورې اړوند د هغو ټولو ادارو استازي وربلل شوي ول چې د افغانستان په ختيزو ولایتونو کې فعاليتونه تر سره کوي کوي.

د افغانستان په ختيځ کې د يونما دفتر د عامه پوهاوي مسوول، اینجينر شفیق الله واک خبريالانو ته وويل، دا غونډه د ملګرو ملتونو د فعاليتونو د ښه انسجام لپاره د ملګرو ملتونو د ورځې په وياړ رابلل شوې وه.


« اساسي موضوع دا وه چې د ملګرو ملتونو فعاليتونو چې د ۲۰۰۲ م کال راهيسې ډير زیات شول، د دې فعالیتونو د انسجام لپاره او په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ او ښه اداراتو او د بشر د حقونو د تامين لپاره يونما په دغه برخه کې کارونه کړي دي.»

د ځلانده افغانستان ټولنې مشر انعام الحق احساس وايي چې د دغې ورځې له برکته په غونډه کې سلګونه تنه ځوانان په دې وپوهېدل چې د ملګرو ملتونو پورې اړوند نړيوالې موسسې په افغانستان کې کوم، کوم فعاليتونه تر سره کوي.


« په دې خاطر چې ځوانان په دې وپوهيږي چې د ملګرو ملتونو اهداف څه دي او د کومو اهدافو لپاره جوړه شوې ده. ورسره د يو، اين اداراتو کومې ايجنسيانې دي چې هغوی په افغانستان کې فعالیتونه کوي، لکه نن چې د یونيسیف ادارې خپل اهداف وړاندې کړل، يو، اين، ايج، سي، ار خپل اهداف وړاندې کړل چې دوی ځومره کار کړی او څومره لاسته راوړنې لري.د دې غونډې ګټې دا دي چې ځوانان په دې وپوهيږي چې دا ادارات د څه لپاره کار کوي.»

د ځوانانو چارو امريت مرستیال عبدالرحمن بيا نيوکه لرله چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تعليم لپاره د پام وړ کارونه نه دي تر سره کړي.


« تر اوسه پورې په افغانستان کې د دوي فعاليت د تعليم په برخه کې کمرنګه دی، هغسې چې ضروري وو، په افغانستان کې دوی د تعليم لپاره هومره توجه ور نه کړله.»

خو په ننګرهار کې د يونما دفتر د عامه پوهاوي مسوول شفیق الله واک وايي چې د تعليم په برخه کې يونیسیف د يام وړ کار کړی دی.


« اته اساسي اهداف دې چې د دې اتو اهدافو نه يو يې د زده کړو موضوع ده چې دا توجه تر زیاتې اندازې پورې شوې ده. يونيسیف ترلازمې اندازې پورې قرطاسیه، قلم او کتابچې هم توزيع کوي.»

د يادولو ده چې په نوره نړۍ کې د ملګرو ملتونو ورځ د اکتوبر په څلرويشتمه نيټه نمانځل کيږي، خو په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره په شلم اکتوبر ونمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG