د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړو”


د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې له پاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي،

د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې له پاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي، د تدریس له پاره سالم چاپیریال نه لري او همدارنګه د دوی د ظرفیت لوړونې له پاره روزنیز پروګرامونه ډېر لږ عملي کیږي.

یادې څرګندونې د چهارشنبې ورځې ناوخته مشال راډیو ته څو تنو ښوونکو په خوست کې د ښوونکي د ورځې په لمانځغونډه کې وکړې:

((زما نوم سردار جلیلي د عبدالحی حبیبي لیسې ښوونکی یم، زموږ په دې جامعه او محیط کې ستونزې دومره ډېرې دي، چې هېڅ حساب نه لري، نو زما غوښتنه داده چې د یو ښوونکي له پاره باید د زده کړو مناسب شرایط برابر شي، ژوند يې ښه شي، معاش يې لوړ شي، د استوګنې ځای ولري، تر څو وکولای شي، ښه شاګردان تربیه کړي، ښه ډاکټران تربیه کړي، ښه انجینران تربیه کړي...))

په ورته توګه یو بل تن ښوونکی د ښوونیز نصاب حجم ته اشاره کوي او وايي، چې ښوونکو له پاره باید د زده کړو ښه شرایط برابر شي، تر څو فکر يې ارام وي او د نصاب تدریس ورڅخه وروسته پاتې نه شي:

((زما نوم ظاهر خان دی د بي بي حلیمې لیسې ښوونکی، یو خو ښوونکو ته د کور له پاره ځای ورکړل شي، بل دا چې قیمتي ده، بیخي زیاته که معاشونه يې لوړ شول، دا به ډېره ښه وي، د اوسني نصاب حجم زیات دی، ښوونکی باید ډېر تیز د لکچر په ډول شاګردانو ته تیز درس ورکړي، ښوونکي باید ټرنینګ شي.))

د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار هم وايي، چې د ښار د نرخونو په پرتله د ښوونکو معاشونه ډېر کم دي، نوموړی وايي چې په خوست کې د ښوونکو له پاره ټاکل شوي ښارګوټي هم د زورواکو له خوا غصب شوي، چې باید د ولایت مقام او امنیتي ادارې په اړه جدي اجراات وکړي.

بل لوري ته خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د ښوونکي د ورځې په نمانځغونډه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې سیمه ییزه اداره به د ځمکو د هغو غاصبینو پر وړاندې سخت چلند وکړي، چې د هغوی له خوا د ښوونکو د ښارګوټو سیمې لاندې شوي دي.

نعیمي د ښوونکو وغوښتل، چې سر له سبا دې په خپلو ځایونو کې د کورونو پر جوړولو کار پیل کړي:

((ښوونکو ته چې کومې نومرې ورکړل شوي دي، په هغه دې سبا کار شروع کړي، هغه غاصب چې زموږ په دې کار په مخکې خنډ او ځنډ رامنځته کوي، د هغې پر وړاندې زموږ ټولې دولتي قواوې کلک چلند کوي، قانوني چلند ورسره کوي او ستاسو نه مې توقوع داده، چې سر له سبا نه کار په کې شروع کړئ.))

یاده دې وي، چې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښوونکي د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې؛ په راتلونکو ۵ کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځای، د دوی ستونزو ته په بنسټيزه توګه حل لارې وموندل شي.

ده زیاته کړه چې؛ د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره يې یو کمېسیون ټاکلی دی.

جمهورر ئيس اشرف غني د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي په اړه له ښوونکو څخه وغوښتل چې؛ د فساد په له منځه وړلو کې له دولت سره مرسته وکړي، له دې سره به د ښوونکو په معاشونو کې هم زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG