د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي، د حقاني زوی انس حقاني یې ونیولی


د افغانستان ملي امنیت وايي د حقاني شبکې دوه لوړپوړي چارواکي یې نیولي دي.

د افغانستان ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي نن «پنجشنبه» مشال راډیو ته وویل چې دواړه کسان د حقاني شبکې پر مهمو چوکیو پاتې شوي دي.

نوموړي زیاتوي چې په نیول شوو کسانو کې یو تن انس حقاني دی چې د جلال الدین حقاني زوی او د سراج الدین حقاني ورورو دی.

د جلال الدین حقاني زوی ونیول شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ملي امنیت ویاند وویل، انس حقاني هغه کس دی چې په سعودي عربستان کې به یې د حقاني شبکې لپاره پېسې راغونډولې.

د حقاني شبکې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG