د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د پنجایبو طالبانو څرګندونې وغندلې


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجابيو طالبانو د وروستي ګواښ له امله په کابل کې د پاکستان ناظم الامور «شارژدافیر» وربللی دی.

د دغه وزارت چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل سید معظم شاه ته د افغان حکومت په سپارلي اعتراضلیک کې له پاکستانه جدي غوښتنه شوې چې د ورته څرګندونو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال سراج الحق سراج د دوشنبې پر ورځ ازادۍ راډيو ته وویل:

«په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر سید معظم شاه د پنجابيو طالبانو تروریستي د وروستیو څرګندونو په اړه احضار شو. پاکستان ته مو په دې سپارلي اعتراض لیک کې د ورته څرګندونو او حرکتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه. او ورته څرګنده مو کړه چې دا د ښه ګاونډیتوب په خلاف کار دی.»

په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پنجاب مشر عصمت الله معاویه په یوه ویډیويي پيغام کې څرګنده کړه چې پنجابي طالبان به له دې وروسته په افغانستان کې خپلو وسله والو جګړو ته زور ورکړي.

د پنجابي طالبانو پر دې څرګندونو د افغانستان په ملي امنیت شورا کې هم بحث وشو.

ددې شورا په اعلامیه کې راغلي چې د پنجابي طالبانو دا اعلان په افغانستان کې د جګړې لمن پراخول او د دې هیواد په چارو کې د پاکستان استخباراتي سازمان ښکاره لاسوهنه په ډاګه کوي.

د افغانستان ملي شورا ځینې غړي وايي دا ټولې څرګندونې د پاکستان استخباراتي سازمان له خوا کیږي او غواړي له دې لارې افغان دولت تر فشار لاندې راولي.

سناتور محمد داوود اساس او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي غلام فاروق مجروح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« دا د پاکستانیو طالبانو وینا نه ده. دا د پاکستان د ای اېس ای وینا ده چې په افغانستان کې خپلې جګړې ته زور ورکړي. نړۍواله ټولنه باید دا وڅېړي چې «پنجابي طالبان یا ای اېس ای» ولې داسې ویناګانې کوي. دا په خلکو کې ویره اچوي او هغوی پر دې نامه پر افغان حکومت فشارونه راوستل غواړي»

« په حقیقت کې له پاکستانه د افغان مسلمانانو د وژلو فتوا صادرېږي. ښه ده چې افغان طالبان دا مسله درک کړي اوپرېنږدي چې پاکستاني طالبان دې هیواد ته راشي.»

افغان امنیتي چارواکو بیا ډاډ ورکړی چې پر افغانستان د هر ډول حملو او ترهګرو پلانونو د مخنیوي لپاره تیار دي.

د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي چې دا ډول ګواښونه د اندیښنې وړ نه دي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG