د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا : د يرغمل شوي ولسوال لټون پيل شوی


د ولسوال د لټون په خاطر له قومي مشرانو سره پرلپسې اړيکې نيولې دي او هڅه کوي چې د څمکنيو ولسوال د وسلوالو طالبانو له منګولو څخه وژغوري.

د تېرې جمعې پر ورځ د پکتيا څمکنيو ولسوال وسلوالو طالبانو د ګردېز او څمکنيو ترمنځ د غځېدلې لويې لارې پر سر له خپل موټره کوز او يرغمل نيولی دی، د هغه د خلاصون او په پکتيا کې د امنيت لا ټينګښت لپاره افغان امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې په ولايت کې يې د يرغمل شوي ولسوال صالح محمد احساس په لټه عمليات پيل کړي دي او په ترڅ کې يې وسلوالو ته مرګژوبله هم اړولې ده.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل ازادۍ راډيو سره په ځانګړو خبرو کې ومنله چې په ولايت کې يې افغان امنيتي ځواکونو د څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس د لټون عملياتو ترڅنګ د امنيت د لا ټينګښت په خاطر په ځينو ولسواليو او مرکزي سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

نوموړي وويل چې په دې عملياتو کې له دوی سره د ضرورت پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته هم شامله وي او تر دې مهاله يې د عملياتو په نتيجه کې چې د ولسوال په لټون او امنيت د ټېنګښت په خاطر پيل شوي دي وسلوالو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده:

” موږ عمليات پيل کړي او له بېلابېلو لارو مو هڅه کړې چې د څمکنيو ولسوال د مخالفينو له منګولو وژغورو او د پکتيا په بېلابېلو برخو کې افغان ملي اردو، امنيت، سرحدي پوليس او نور ځواکونه په دغه عملیاتو کې برخه لري. د ضرورت پر وخت راسره بهرنيان هوايي مرسته کوي او دوه شپې مخکې موږ ۴۸ ساعته عمليات درلودل چې ولسوال وموندو او راخوشې یې کړو او اوس مو هم کوشش روان کړی دی“

نوموړی دا هم وايي چې دوی د ولسوال د لټون په خاطر له قومي مشرانو سره پرلپسې اړيکې نيولې دي او هڅه کوي چې د څمکنيو ولسوال د وسلوالو طالبانو له منګولو څخه وژغوري.

وسلوالو طالبانو منلې ده چې د تېرې جمعې په ورځ له ماسپښين وروسته چې د څمکنيو ولسوال صالح محمد مرکز ګردېز ته پر لار روان وو، په لاره کې له يو بل کس سره له موټره کوز کړي او يرغمل کړی دی.

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG